پکتیکا کې د ژمي پېل راهیسې سړې هوا د ۲۰ ماشومانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د ژمي د پېل راهیسې زلزله ځپلو ته د سرپناه نه موجودیت او سړې هوا له کبله ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په برمل ولسوالۍ کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د ژمي له پېل تر اوسه په برمل کې شاوخوا ۱۲ ماشومان مړه شوي او لسګونه نور په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سیمې له خلکو سره مرستې شوي او لاهم دوام لري، خو د نموړي په خبره چې تر ډېره قربانیانو ته نه دي رسېدلي.

نموړي اندېښنه څرګنده کړه که د طالبانو حکومت او نړیوالې موسېسې د سرپناه او روغتیايي خدمتونو برخه کې عاجل اقدام و نه کړي د ماشومانو د مړینې کچه به لا زیاته شي.

په ورته مهال د دغه ولایت په ګیان کې هم د ۸ ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی، په دې ولسوالۍ کې هم یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د زیاتې واورې  ورېدو او د زلزله ځپلو بې سرپنايي له امله ځايي خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

دغې سرچینې زیاته کړه، چې په ولسوالۍ کې د بېلابېلو بنسټونو او سازمانونو له لوري جوړ شوي کورونه هغو کسانو ته ورکړل شوي چې د طالبانو په حکومت یې پخې اړیکې درلودې.

خو په پکتیکا کې د طالبانو د روغتیا رییس حکمت الله عصمت اطلاعات روز ته په دغه شمیر د ماشومانو مړینه ردوي او وایي چې دوی په سیمه کې فعال حضور لري او تر دې دمه د کوم ماشوم مړینه نه لري.

که څه هم په ګیان او برمل ولسوالیو کې زلزلې ځپلو خلکو ته د سرپناه په موخه ځینې کورونه جوړ شوي خو اوښتو مالي زیانونو ته په کتو یې ځايي خلک کافي نه بولي او د لا ډېر پام غوښتنه کوي.