انځور: اطلاعات روز

کونړ کې کتاب پلورونکي وايي، کاروبار يې په ټپه دریدلی

اطلاعات روز: د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې کتاب پلورونکي وایي، کاروبار يې په ټپه دریدلی چې له امله یې زیاتره کتاب پلورنځي تړل شوي دي.

اسعداباد ښار کې یو کتاب پلورونکی محمد الله یې لامل په لویه کچه د خلکو اقتصادي ستونزې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړل کیدل او نور عوامل یادوي؛ چې امله یې په کاروبار منفي اغیزه کړې او ورسره سم یې د کتاب پلورنې بازار هم پیکه شوی.

د نوید الله په نامه یو بل کتاب پلورنکی هم ورته شکایت کوي او وایي، د پخوا په پرتله پیریدونکي نه لري نو ځکه خو اوس کتاب پلورونکي له خپل روزګاره راضي نه دي.

نوموړی وایي، نه یوازې یې کتاب اخیستونکي کم شوي بلکې د کتابونو د چاپ په برخه کې یې هم کارونه ټکني شوي دي.

نویدالله زیاتوي:«کونړ کې د کتابونو پیراو پلور کم شوی هیڅوک زړه نه ښه کوي چې کتابونه د مطالعې لپاره واخلي او همدارنګه په کتاب پلورنځیو کې هماغه پخواني کتابونه دي تازه نه دي چاپ شوي؛ ځکه څوک یې نه اخلی او له همدې امله کاروبار بیخي خراب شوی دی.»

يواځې کتاب پلورونکي نه دې چې د کتاب له نه پلورلو شکایت کوي بلکې يو شمیر کتاب پیرونکي هم خراب اقتصادي وضعیت او د کتابونو د نرخونو لوړوالی د کتاب د پیر د کموالي لاملونه بولي.

شاه محمد ساپی د پوهنتون محصل دی هغه مرکز اسعداباد ښار ته د کتابونو اخیستلو په موخه راغلی دی، دی وایي د کتابونو بیې لوړې شوي او دوی یې د اخیستلو توان نه لري.

شاه محمد ساپی زیاتوي: «د کتابونو بیې بیخي لوړې دي او له بل پلوه د خلکو اقتصاد خراب دی، چې څوک ډیر مجبور نشي نو د کتاب اخیستلو ته زړه نه ښه کوي ځکه اقتصادي ستونزې ډیرې دي.»

د معالوماتو له مخې اوس مهال د کونړ په مرکز اسعداباد کې ټول ټال شل شخصي او درې دولتي کتابتونونه فعالیت کوي، چې د دولتی کتابتونو له ډلې یې دوه په مرکز او یو یې په نور ګل ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې فعال دي.