اطلاعات روز: غور کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولايت د مرکز فيروزکوه ښار په لوېديځ کې دوه کم عمره ماشومان د واورې وريدنې او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس وايي، چې دا دوه ماشومان تېره شپه (يکشنبه، ۲۰ د سلواغې) له يوه کلي بل ته تلل چې په واوره کې بند پاتې شوي او مړه شوي دي.
د حماس په وينا، د دې ماشومانو عمر د اوو او نهو کلونو تر منځ و.
يو څه وخت وړاندې هم په فيروزکوه ښار کې د سړې هوا له امله يو ماشوم مړ شوی و.
غور د هيواد په لوېديځ زون کې له سړو ولايتونو څخه دی چې د وروستيو ورځو پر مهال درنه واوره پکې وريدلې ده.
ويل کېږي چې د غور لويه لار او ځينې مواصلاتي لارې اوس مهال د مسافرو او نقليه وسايلو پر مخ تړلې دي.