د جرمني لومړی وزير: په ايران او افغانستان کې د ښځو ځپل د نه بښلو وړ دي

اطلاعات روز: د جرمني لومړی وزير اولاف شولتز وايي، کومې ښځې چې په افغانستان او ايران کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، ځپل کېږي او د ده په وينا دا کار د نه بښلو وړ دی.

نوموړي دا څرګندونې په يوه ويډيويي پيغام کې چې د ده پر ټويټر خپره شوې کړې دي.

شولتس وايي: «په ايران او افغانستان کې له هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو د اخيستنې لپاره را ولاړې شوې دي او له هغو ټولو سره چې د عدالت او ازادۍ لپاره درېږي او حتا خپل ژوند له خطر سره مخ کوي، په سخت ډول چلند کېږي او دا د بښلو نه دی.»

ده ويلي، چې جرمني د هغو خلکو تر څنګ ولاړ دی چې له بشري او د ښځو له حقونو دفاع کوي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې آنالنا بربوک تازه د دې هيواد کابينې ته د فيمينستي بهرني سياست تګلارې وړاندې کړې دي.

د افغانستان لپاره د جرمني  سفارت هم وايي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړيتوب ورکول تر بل هر وخت ډېر ارزښت لري.

اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له کار، زده کړو او تحصيل څخه بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه