«جنسيتي اپارتايد ته نه»؛ د افغانستان او ايران د ښځو ګډ کمپاين

انځور: Justin Tang

اطلاعات روز: له ايران او افغانستان څخه د ښځينه حقونو فعالانو، حقوق پوهانو او ښځينه رهبرانو په نړۍ کې د «جنسيتي اپارتايد ته نه» انټرنيټي کمپاين په پېلولو سره له هيوادونو غوښتي چې په ايران او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې «جنسيتي اپارتايد» په رسميت وپېژني.

دوی په يوه سر خلاصي ليک کې د ايران اسلامي جمهوريت او په افغانستان کې طالبان د «جنسيتي اپارتايد» رژيمونه نومولي او ويلي يې دي چې دا حکومتونه له ښځو سره د دويمې درجې وګړو په حيث چلند کوي.

د دې فعالانو په ليک کې راغلي چې د جلاوالي او سيسټماټيکې ايلونې عنصرونه چې اپارتايد را پيدا کوي، اوس مهال په افغانستان او ايران کې شته دي.

دې ښځو زياته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې له تحصيل، په دولتي او غير دولتي ادارو کې له کار کولو او له نارينه پرته له اوږده سفر کولو څخه منع دي. همدا راز د دوی په وينا، د ايران په اسلامي جمهوريت کې ښځې له ډېری تحصيلي څانګو، ورزشونو او د مېړه له اجازې پرته د پاسپورټ له اخيستلو او بهر ته له سفر کولو بندې شوې دي.

د دې فعالانو په ليک کې راغلي: «د نړيوالې ټولنې له لوري په جنوبي افريقا کې د اپارتايد د غندنې بېلګې ته په پام، د افغانستان او ايران ښځې د جنسيتي اپارتايد د هغو رژيمونو د ختمولو لپاره د ورته نړيوالو ځوابونو غوښتونکې دي چې دوی پکې ژوند کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه