ايران کې یوې ترافيکي پېښې د ۱۰ تنو افغان وګړو ژوند واخيست

اطلاعات روز: یوه سرچينه وايي، چې د ايران په فارس ولايت کې يوې ترافيکي پېښې د لسو افغان وګړو ژوند اخيستی دی.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه (جمعه، ۱۹ د کب) را منځته شوې ده.

د فارس د شمال لارې د پوليسو قومندان عبدالهاشم دهقاني تسنيم خبري اژانس ته ويلي، چې يو موټر چې د افغانستان وګړي پکې سپاره وو، د نی ریز – قطرویه – سیرجان پر لاره له يوې لارۍ موټر سره ټکر کړی دی.

د دهقاني په وينا، په دې پېښه کې درې نفر ژوبل هم دي. د ايراني پوليسو دې چارواکي د پېښې لامل غير قانوني سرعت ګڼلی دی.

د فارس ولايت د بېړنۍ څانګې وياند حسن همتي هم ويلي، چې په دې بريد کې د افغانستان لس وګړي له موټر چلوونکي سره يو ځای وژل شوي دي.

د ده په وينا، د لارۍ موټر چلوونکی له خپلو دوو ملګرو سره ژوبل شوی دی.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې تر اوسه روغتون ته نهه مړي وړل شوي او يو لا هم ورک دی.

د دې سرچينې په وينا، په وژل شويو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شته دي.

په تېرو وختونو کې هم ورته پېښو د افغانستان د وګړو ژوند اخيستی دی.

دا ډول مرګونې پېښې هغه وخت پېښېږي چې خلک هڅه کوي چې په قاچاقي لارو ځان ايران ته ورسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه