د افغانستان د خبریالانو مرکز د مزارشریف په چاودنه کې د ټپي شویو خبریالانو نوملړ اعلان کړ

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغو ۱۵ خبریالانو نوملړ خپور کړ چې د مزارشریف ښار په فرهنګي مرکز کې د نن ورځې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د دغه نوملړ له مخې مرتضی صمیمي، نجیب فریاد، فردین نوروزي، عزیز ابرام، خیبر ابراهیمي، وحید جلالي، سیرت نوري، جواد درویش، روح الله روحاني، حسیب الله عازم، منیر بهیر، سجاد موسوي، ناصر ظاهري، رسول سالک او عاطف ارین ټپیان شوي دي.

دغه خبریالان له یو شمیر رسنیو لکه صفیر تلویزیون، آریانا نیوز، له ایران څخه سحر تلویزیون، طلوع نیوز، له ایران څخه دری راډیو، د افغانستان ۲۴ تلویزیون، پژواک خبري اژانس، تمدن تلویزیون، شمشاد تلویزیون، فروغ راډیو او تلویزیون، ازادۍ راډیو، افغان غږ خبري اژانس، ۲۴ تلویزیون او فرانسوي اژانس سره کار کوي.  په دوی کې یو ازاد خبریال هم شامل دی.

نن (شنبه، ۲۰ د کب) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مزارشریف ښار د تبیان په فرهنګي مرکز کې چاودنه وشوه.  د دغه چاودنې لامل له وړاندې ځای پر ځای شویو چاودیدونکي توکي ښودل شوي دي.

طالبانو په دغه چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او اته نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.  خو سرچينو اطلاعات روز سره په خبرو کې د لږ تر لږه درې تنو د  وژل کیدو او شاوخوا شل تنو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ويل کېږي چې «تبيان» بنسټ او تر دې بنسټ لاندې د «آوا» افغان غږ خبري اژانس د ايران له فرهنګي او مذهبي مرکزونو سره نږدې اړيکې لري.

پر «تبيان» فرهنګي مرکز د ۲۰۱۷ کال پر مهال هم په کابل کې مرګونی بريد شوی و، چې شاوخوا ۴۱ کسان پکې وژل شوي او ۸۴ نور ژوبل شوي و. د دې بريد پړه داعش منلې وه.