ريچارډ بېنټ په مزار شريف کې د خبريالانو غونډه کې چاودنه د بيان پر ازادۍ برید وباله

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د خبريالانو په غونډه کې پرونۍ چاودنه د بيان پر ازادۍ ګزار بللی دی. د اروپايي اتحاديې او امريکا استازو هم دا بريد غندلی دی.

بېنټ تېره شپه (شنبه، ۲۰ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دا چاودنه څاري.

بنټ ليکلي: «پر خبریالانو دا بريد په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ يو بل ګزار دی او د ملاتړ زياتوالی اړين دی.»

په مزار شريف کې پرونۍ چاودنې ته د غبرګونونو په دوام، په کابل کې د اروپايي اتحاديې د دفتر سرپرست هم دا بريد غندلی او ويلي يې دي چې خبريالان د خپل کار له وجې خپل ځان په خطر کې اچوي او بايد د هغوی ساتنه وشي.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په فرهنګي مرکز «تبيان» کې پر خبريالانو د تروريستي بريد له امله خواشینی دی.

ده ليکلي: «موږ دا پرلپسې تاوتريخجن او بې معنا اعمال غندو. موږ د افغانستان د خلکو پر انعطاف منلو او د بيرته راپاڅېدنې پر وړتيا باور لرو.»

پرون (شنبه، ۲۰ د کب) تر غرمې مخکې په «تبيان» فرهنګي مرکز کې په هغه غونډه کې چاودنه وشوه چې د خبريالانو د ستاينې لپاره جوړه شوې وه.

له شمېرو سره سم، په دې چاودنه کې درې نفر وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نفر نور ژوبل دي. د ژوبلو کسانو تر منځ شاوخوا ۱۵ تنه خبريالان دي.

د طالبانو سيمه‌ييزو مسوولينو پرون د تلفاتو شمېر يو مړ او اته ژوبل ښودلي وو.

تر اوسه د دې چاودنې پړه هيڅ ډلې نه ده منلې.