اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره د دواړو هيوادونو د مناسباتو پر مهال د افغانستان د وضعيت په اړه هم خبرې کړې دي.
دوی دواړو پرون (شنبه، ۲۰ د کب) په تهران کې سره لیدلي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې عبداللهيان او سعيداف په افغانستان کې د ټيکاو او سولې د پياوړتيا لپاره د ګاونډيو هيوادونو پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
په دې وروستيو کې د افغانستان ګاونډيو هيوادونو د دې هيواد د وضعيت په اړه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې غونډه کړې وه.
اوس مهال له تاجکستان پرته د افغانستان ګاونډي هيوادونه له طالبانو سره نږدې اړيکې لري. دې هيوادونو د طالبانو ډيپلوماټان منلي او د دوی سفارتونه هم په کابل کې فعال دي.