ایران وایي، د سعودي پاچا ابراهیم رییسي ته د رسمي سفر بلنه ورکړې

AFP

اطلاعات روز: يوه ايراني چارواکي ويلي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ايراني ولسمشر ابراهيم ریيسي ته بلنه ورکړې چې سعودي ته سفر وکړي.

الجزیرې د ايراني ولسمشر د سياسي چارو مرستيال محمد جمشيدي له قوله لیکلي: «د سعودي پاچا ولسمشر رييسي ته په يوه ليک کې کې د دواړو وروڼو هيوادونو تر منځ د روغي هرکلی کړی او رياض ته يې د سفر بلنه ورکړې.» جمشيدي زياته کړې چې «رييسي د دې بلنې هرکلی کړی دی.»

د ايران او سعودي تر منځ تر اوو کلنو کړکېچنو اړيکو وروسته د مارچ پر ۱۰مه د چين په منځګړيتوب دا ستر سيمه‌ييز بدلونونه اعلان شو.

د ۲۰۱۶ کال پر مهال د سعودي له لوري د شيعه عالم نيمرالنمر تر اعدامېدو وروسته ايراني لاريونوالو په تهران کې د سعودي پر ډيپلوماټيک ماموريت بريد وکړ چې تر دې وروسته رياض خپلې اړيکې پرې کړې او دا د دې دوو سيالانو تر منځ له ګڼو جنجالونو يو جنجال و.

ټاکل شوې چې د روغې – جوړې د تړون له مخې به ايران او سعودي عرب په دوو مياشتو کې خپل سفارتونه او ډيپلوماټيک ماموريتونه پرانيزي او د اقتصادي او امنيتي همکاريو شل کاله وړانديني قراردادونه به پلي کوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان خبريالانو ته د يکشنبې په ورځ وويل، چې د دواړو هيوادونو تر منځ هوکړه شوې چې لوړپوړي ډيپلوماټان به يې غونډه کوي. ده وويل چې د غونډې د ځايونو په اړه هم وړانديزونه شوي، خو مشخص يې نه کړل.

په ۲۰۱۶ کال کې يو شمير خليجي هيوادونو د رياض په تعقيب له تهران سره اړيکې پرې کړې، خو متحده عربي اماراتو او کويټ په تازه ډول ورسره بيرته خپلې اړيکې رغولې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان ويلي، چې ايران هيله لري چې له بحرين سره به هم اړيکې عادي شي. بحرين د سعودي يو کلک ملاتړی دی او د ۲۰۱۶ پر مهال يې له ايران سره په ګڼو ډيپلوماټيکو اړيکو کې د رياض خوا ونيوله.

بحرين له يو شمير نورو خليجي هيوادونو سره يو ځای د اړيکو د بيرته رغونې لپاره د تهران او رياض تر منځ د موافقې هرکلی کړی دی.

په تېر سپټمبر مياشت کې ايران تر شپږو کلونو وروسته د متحده عربي اماراتو د سفير هرکلی وکړ او همدا راز يوه مياشت وړاندې کويټ هم له ۲۰۱۶ کال را وروسته په لومړي ځل بيرته خپل سفير تهران ته ولېږه.

د ايران لوړپوړي امنيتي چارواکي علي شامخاني د پنج شنبې په ورځ په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره خبرې درلودې چې دا په سيمه‌ييزو اړيکو کې يو بل لوی بدلون ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه