اطلاعات روز: په غور ولايت کې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د استوګنې په يوه کور کې چاودنې يوه ښځه او پنځه ماشومان وژلي دي.
د سرچينو په وينا، دا چاودنه پرون (يکشنبه، ۲۸ د کب ) د فيروزکوه ښار په غورقند سيمه کې شوې ده.
د يوې سرچينې په وينا، دا چاودنه د يوه نارنجک له امله را منځته شوې او هغه وخت چاودلی چې ماشومانو پرې لوبې کولې. د سرچينې په وينا، دغو ماشومانو د نارنجک سرګلوله دباندې پيدا کړې او کور ته يې راوړې وه.
سرچينه زیاتوي چې په دې چاودنه کې يوه ښځه، دوه کوچني هلکان او درې کوچنۍ نجونې وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دې چاودنې مالي زيانونه هم اړولي دي.
په غور ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.