د زابل شاجوې ولسوالۍ کې ماین چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په شاجوې ولسوالۍ د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله يو ځوان وژل شوی او درې ماشومان ټپيان دي.

د زابل ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، ياده پېښه پرون (جمعه، ۱۱ د وري) ناوخته د شاجوی ولسوالۍ اړوند «سره غره» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، د د تېرو وختونو څخه پاتې سړک غاړې ماین په یوه تراکتور موټر چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو ځوان وژل شوی، یوه کوچنۍ نجلۍ او دوه هلکان ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې ټپیان یې د شاجوې ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د هيواد په بېلابېلو سیمو کې لا هم د تېرو جګړو ناچاوده توکي د لويانو ترڅنګ د ماشومان ژوند ګواښي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا «يونيسف» د معلوماتو له مخې چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پخوانيو وختونو څخه پاتې ماينونو او ناچاودي توکو ۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.