د طالبانو مرکزي بانک په افغانستان کې د انفلاسیون کچه ۳.۵ سلنه اعلان کړه

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې له وروستيو شمېرو سره سم، په افغانستان کې د پاړسوب يا انفلاسيون کچه ۳.۵ سلنه وه.

د مرکزي بانک د پولي سياست رييس احمد جواد سداد نن (چهارشنبه، ۱۶ د وري) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې وروستی ځل د ۱۴۰۱ د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب کچه ارزول شوې ده.

د ده په وينا، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب کچه ۳.۵ سلنې ته رسيدلې وه، په داسې حال کې چې تېر کال د سلواغې په مياشت کې د پاړسوب کچه ۱۵.۳ سلنه وه.

سداد ويلي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱.۰۱ سلنه زيات شوی دی، په داسې حال کې چې تېر کال د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه لوېدلی و.

ده ادعا کړې، چې د بلومبرګ د پولي واحدونو په راپور کې افغانۍ په نهو لوړو پولي واحدونو کې حساب شوې ده.

د مرکزي بانک د پولي سياست رييس وايي، چې د تېر يوه کال پر مهال د افغانيو درې ميليارده، ۱۴۰ ميليونه او ۸۰۰ زره نوي بانک نوټونه چاپ شوي او د همدې کال پر مهال، يو ميليارد او ۱۰۰ ميليونه افغانۍ توزيع شوې دي.

په بازار کې د زړو پيسو شتون د هيوادوالو لپاره په يوه سرخوږي بدل شوی دی.

همدا راز ډېری بانکونه د نغدو پيسو له کمښت سره مخ دي او د پيسو په ورکړه کې ستونزې او محدوديتونه لري.

مرکزي بانک په ۱۴۰۱ کال کې خپل عوايد اته ميليارده، ۶۸۳ ميليونه، ۲۴۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ اعلان کړي و.

د دې بانک په وينا، په دې کچه عوايد د تېر کال په پرتله ۵۹.۵ سلنه زياتوب ښيي.

افغانستان له يوه بشري بحران سره مخ دی او اوس مهال په دې هيواد کې ۲۸ ميليونه وګړي مرستې ته اړتيا لري.

د مرسته کوونکو بنسټونو په وينا، په افغانستان کې شپږ ميليونه وګړي له لوږې يو ګام لېرې دي.