اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د ورځې ۱۷۶ نوي زېږېدلي ماشومان د داسې عواملو له وجې مري چې مخنيوی يې کېدلای شي.
دې سازمان نن (دوشنبه، ۲۸ د وري) د دې شمېرو په خپرولو سره ويلي، چې «موږ بايد د ميندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې او سلامتۍ لپاره چټک کار وکړو».
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د سختې خوراکي ناامنۍ اغېزې ويجاړوونکې دي او په هيواد کې ۲۰ ميليونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغيو له خطر سره مخ دي.
ويل کېږي چې اوس مهال د افغانستان نيم وګړي له لوږې سره مخ دي او ۲۸ ميليونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، شاوخوا شپږ ميليونه وګړي په افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ له بېړنۍ کچې سره مخ دي او يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي.
په همدې حال کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د بشرپالو عملياتو لپاره بودیجه مخ پر خلاصېدو ده.
د اوچا په وينا، په افغانستان کې خوراکي مرستې تر نيمايي کمې شوې دي.