Ebrahim Noroozi/AP Photo

د مشروعيت مسئله او د طالبانو تګلاره

احمد هيواد رهياب

مشروعيت د نننۍ نړۍ په سياست کې يوه مهمه مسئله ګڼل کېږي او د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو تعاملاتو اصلي محور ګرځیدلی دی. حکومتونه، سازمانونه او ان په ملي، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه نور لوبغاړي له بېلابېلو لارو د مشروعيت اخيستلو په لټه دي. په سياسي علومو کې مشروعيت په ملي سطح د وګړو له خوا په رسميت پېژندنه او د حکومت تاييد دی او په نړيواله کچه د هيوادونو او سازمانونونو له خوا کېږي. په داسې يو مشروع حکومت کې، حکومت کوونکو واک د رضایت پر اساس سمبالوي نه د زور او جبر له لارې. له همدې کبله د حکومت په پېژندنه کې د حکومت د ولسونو رضايت اساسي شرط دی تر څو په ملي کچه خلک په ټوليزه توګه د حکومت پر حقانيت يوه خوله شي او حکومت د واک د ساتنې وړ وګڼي، د دې معيارونو تر پوره کولو وروسته نړيواله ټولنه په نړيواله کچه د حکومت د پېژندنې اقدام کوي.

د طالبانو ډله چې د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه پر افغانستان واکمنه شوه، له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې یې حکومت هيڅ هيواد په رسميت نه دی پېژندلی. سره له دې چې طالبانو د نړۍ د چارو په اړه يوه خوله نه دي، خو بيا هم په ملي او نړيواله کچه په دې لټه دي چې مشروعيت تر لاسه کړي او خپل ځان مشروع وښيي. خو پوښتنه داده چې د زيات وخت له تېرېدو سره – سره لا هم ولې طالبان نه دي توانېدلي چې د خلکو زړونه تر لاسه کړي تر څو لږ تر لږه په ملي کچه مشروعيت ولري؟ د طالبانو د نه پېژندنې ننګونې او د طالبانو د ادارې نړيوال مشروعيت څه دی؟ ولې نړيواله ټولنه نه غواړي چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني؟ او د طالبانو د يوه نامشروع حکومت برخليک به څه کېږي؟

په دې ليکنه کې د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د پوهانو نظريات او اندونه را اخلو او همدا راز به د طالبانو د ادارې د نه مشروعيت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړو. ورسره په څنګ کې به د حکومت د مشروعيت په اړه اسلامي ليدلوری هم بيان کړو او په دې اړه به ځينې بېلګې هم راوړو.

زيات پوهان د سياسي مشروعيت په اړه غږېدلي دي او بېلابېل اړخونه يې راسپړلي. د بېلګې په توګه، د انګرېزانو د روشنګرۍ د وخت مطرح عالم جان لاک وايي چې حاکميت د خلکو په لاس کې دی او سياسي مشروعيت د خلکو له صريح او ضمني رضايت څخه تر لاسه کېږي. دی استدلال کوي: «حکومت مشروع نه دی مګر چې د خلکو په رضايت سره راشي.» همدا راز معاصر امريکايي عالم ايان هورډ مشروعيت هغه باور ګڼي  چې حاکم ته د حکومت کولو حق ورکوي. دی زياتوي: «مشروعيت هغه باور دی چې يو حاکم، بنسټ يا هم رهبر ته د حکومت کولو حق ورکوي.» چينايي ليکوال جينګ چن هم په دې اړه غږېدلی دی: «مشروعيت هغه ارزښت دی چې په وسيله يې يو شی یا يو څوک سم او مناسب ګڼل کېږي.» خو د سياسي مشروعيت تر ټولو معتبر تعريف جرمني څېړونکي ماکس ويبر (۱۹۲۰ – ۱۸۶۴) وړاندې کړی دی. دی وايي يو سياسي رژيم هغه وخت مشروع دی چې پلويان يې پر مشروعيت باور ولري. ويبر وايي: «د واک د هر نظام بنسټ او په پيروي يې اطاعت ته هر ډول تمايل يو باور دی، هغه باور چې په وسيله يې واک لرونکي افراد اعتبار تر لاسه کوي.» که څه هم تر ماکس ويبر وړاندې د ټولنيز قرارداد نظريه چې د انګرېز فيلسوف لکه توماس هابيس (۱۶۷۹ – ۱۵۸۸)، جان لاک (۱۷۰۴ – ۱۶۳۲) او فرانسوي فيلسوف ژان ژاک روسو (۱۷۷۸ – ۱۷۱۲) له لوري په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې وړاندې شوه او د واکمنو الهي مشروعيت يې وننګاوه او ټينګار يې وکړ چې ټول انسانان ازاد او برابر دي او عقل دا ايجابوي چې په خپله تصميم ونيسي او په خپله خپل برخليک وټاکي. ټولنيز قرارداد په سياسي فلسفه کې د واکمنو او عامه وګړو تر منځ يو قرارداد يا هم واقعي او فرضي توافق دی چې د هر يوه حقونه او دندې ټاکي. د دې قرارداد پر اساس، وګړي د خپل برخليک د ټاکنې يو لړ حقونه نورو ته ورکوي او واکمنو ته اختيار او مشروعيت ورکوي.

د مشروعيت ټول تعريفونه په دوو ځايونو کې سره مشترک دي او هغه «وګړو/ښاروندو رضايت» او «د واکمن له لوري د واک تر لاسه کول» دي. طالبان نه دي توانېدلي چې د دومره وخت په تېرېدلو سره د خلکو رضايت تر لاسه کړي. د دې بر خلاف طالبان په يوه توهم کې ډوب دي او خپل نظام يو ارمانښار ګڼي. دوی ټولنه واحد کليت ګڼي او پلوراليزم له پامه غورځوي او بېلابېل فرهنګي او ديني توپيرونه او رنګارنګۍ له منځه وړي. په بل عبارت، طالبان هڅه کوي چې توپيرونه ختم کړي او يو تجانس را منځته کړي. دوی خبر نه دي چې ژوند د توپيرونو ټولګه ده او په تاريخ کې د يو رنګې ټولنې هيڅ بېلګه نه موندل کېږي. دې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو راهيسې واک په زور نيولی دی او ګڼ ظلمونه يې کړي دي چې په دې لړ  کې د پخواني حکومت د نظاميانو وژنه، د قومي او ديني لږکيو پر وړاندې تبعيض، د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل، د ښځو د ازادۍ سلبول او همداسې د سلګونو نورو بې عدالتيو نوم اخيستلای شو.

خو د اسلام په سياسي نظام کې چې تر اوسه کوم تعبيرونه برلاسي دي، په هغو کې حکومت له الهي سرچينې مشروعيت اخلي ځکه د اسلامي ليدلوري له مخې ټوله نړۍ د خدای په واک کې ده او هيڅوک هم د ده له اجازې پرته د تصرف او حکومت کولو حق نه لري. له همدې کبله يوازې هغه کسان پر نورو د حاکميت کولو حق لري چې د خدای له لوري ټاکل شوي وي. د اسلامي دولت الهي مشروعيت د «غيبت په عصر» کې د اسلامي عادل عالم په حضور سره تاييدېږي چې د قدرت په رأس کې وي او کولای شي ديني لارښوونې او د ټولنې اداره سمبال کړي. خو د دې مطلب دا نه دی چې د حکومت په مشروعيت کې د خلکو رول بيخي نشته، بلکې له الهي مشروعيت سره – سره، د سياسي نظام د مشروعيت لپاره د وګړو رضايت او منل یو اساسي عنصر ګڼل کېږي.

دا چې اوس موږ د غيبت په عصر کې ژوند کوو او خدای له هيچا سره په فردي توګه په اړيکه کې نه دی او د اسلامي لارښوونو له مخې بايد په داسې شرايطو کې يو ديني عادل عالم ټولنه رهبري کړي. طالبان ادعا کوي چې هماغه ديني عادل عالم «ملا هبت الله اخوندزاده» دی او ټول يې بايد له کومې پوښتنې او ګرويږنې پرته پیروي وکړي. د دې لپاره چې طالبان خپل رهبر مشروع وښيي او صوري مشروعيت خپل کړي، د علماوو په نوم يې يوه غونډه جوړه کړه او په دې غونډه کې له ټول هيواد څخه د طالبانو ډېرو ملاتړو عالمانو ګډون وکړ. د دې غونډې پايله له وړاندې معلومه وه چې د طالبانو د ډلې له مجهول الهويت رهبر سره بيعت او د هغه پر تندي د الهي مشروعيت مهر وهل دي.

په داسې حال کې چې طالبان د ملي مشروعيت په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي، نو هڅه کوي چې نړيوال مشروعيت واخلي مګر په دې خبر نه دي چې نړيوال مشروعيت په ملي مشروعيت پسې تړلی دی. تر کومه وخته چې ښاروند او وګړي د واکمن نظام د حکومتولۍ له ډول څخه راضي نه وي او له ظلم سره مخ وي، د نړيوال مشروعيت اخيستل شوني نه دي. له همدې کبله غونډې، نړيوال تعاملات او له طالبانو سره بشرپالې مرستې د دې معنا نه ورکوي چې نړيواله ټولنه طالبان په رسميت پېژني. لکه څرنګه چې د اروپايي هيوادونو او امريکا استازو د اوسلو په غونډه (۶ د سلواغې ۱۴۰۰) کې په ډاګه وويل چې «دا غونډه په هيڅ صورت د دې لپاره نه ده چې طالبان په رسميت وپېژني او يا هم مشروعيت ورته ورکړي» بلکې د هغوی ټينګار دا و چې «د افغانستان د هر حکومت د مشروعيت سرچينه په خپله د هغه هيواد وګړي دي.» له بله اړخه، ملګرو ملتونو هم په دې سازمان کې د طالبانو له منلو ډډه کړې ده او د طالبانو استازي ته يې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان پر څوکۍ کښېني.

يو شمېر هيوادونه چې د خپلو ګټو په موخه طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په لټه دي، غونډې کوي او سفارتونه طالبانو ته سپاري. ښکاره خبره ده چې پاکستان، ايران، چين او روسيه په سيمه کې د طالبانو متحدين و/ دي او د دوی له ملاتړ پرته واک ته هم نه شوای رسېدلای. که څه هم دا هيوادونه طالبان «اسلامي امارت» او «د طالبانو حکومت» ګڼي او سفارتونه ورته سپاري، خو تر اوسه هيڅ هيواد او سازمان د طالبانو د مشروعيت او رسميت پېژندنې په اړه اعلاميه نه ده خپره کړې. يوه بله خبره چې بايد ورته پام مو وي چې د سفارت څوکۍ او د يو څو ودانيو واک تر لاسه کول، د رسميت پېژندنې او مشروعيت معنا نه لري. نړيوالې ټولنې د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره شرطونه ايښي دي چې په دې لړ کې د امريکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ څرګندونو ته اشاره کولای شو. نوموړي په ابوظبۍ کې د طالبانو له دفاع وزير ملايعقوب سره تر ليدنې وروسته پر ټويټر ليکلي دي: «اقتصادي او ټولنيز ټيکاو او په پراخه توګه د طالبانو ملي او نړيوال مشروعيت د افغانستان له ميندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پسې تړلی دی.» که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نړيوال مشروعيت ګټلو لپاره يې ټول شرايط پوره کړي دي، خو نړيواله ټولنه ټينګار کوي چې که طالبان په نړيواله کچه رسميت پېژندنه غواړي نو بايد بشري حقونو، ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکيو ته درناوی وکړي او يو داسې ټولګډونی حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه، مذهبونه او ښځې پکې حضور ولري. هغه څه چې طالبان ترې ځان ګوښې ته کوي او خپل صرف قومي، صرف مذهبي، صرف جنسيتي او استبدادي حکومت منل شوی او ټولګډونی بولي.

اوس ليدل کېږي چې طالبان نه يوازې دا چې د ښاروندو غوښتنو ته درناوی نه لري او نه هم له نړيوالو سره خپلو ژمنو ته ژمن دي، نو په ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو کچو د دوی مشروعيت او په رسميت پېژندنه ډېره لېرې ښکاري. طالبان د خلکو بد اقتصادي وضعيت او له افغانستانه د امنيتي ګواښتونو شونتيا نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوي چې دوی بايد له همدې وجې په رسميت وپېژندل شي او څرګندوي چې د رسميت نشتون د اقتصادي سقوط او په هيواد کې د داعش د پراختيا لامل کېږي چې دا په خپله د نړۍ لپاره يو ګواښ دی. خو داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه د طالبانو داسې باج اخيستنې نه مني او نه يې داسې غوښتنو ته پام کوي.

له پورتنيو بحثونو څخه ښکاره شوه چې د ملي مشروعيت د مسئلې د دوامداره کېدلو او د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو په رسميت د نه پېژندنې لامل دادی چې طالبان د افغانستان د وګړو غوښتنو ته پام نه کوي او د نړيوالې ټولنې شرطونه له پامه غورځوي. اوس مهال طالبان له داسې ننګونو سره مخ دي چې د دې ډلې له فکري – افراطي نظام سره په تضاد کې دي. د بېلګې په توګه، د ښځو لپاره چې کم شمېر يې له طالبانو سره جوړې او اکثريت يې مخالفې دي د تحصيل، کار، سياسي او ټولنيز ګډون حق. منځلاري طالبان د سختدريځو طالبانو له وېرې د ښځو د ازادۍ په اړه پرېکړه نشي کولای. له همدې کبله، تر کومه وخته چې طالبان د ښځې او نارينه بشري حق ته درناوی ونه کړي او د نړيوالې ټولنې شرطونه پوره نه کړي، همداسې به لالهانده وي او نړيواله ټولنه به يې د رسميت پېژندنې لېوالتيا ونه لري. پر همدې  اساس ويلای شو چې د طالبانو د ملي او نړيوال مشروعیت ننګونه، د دوی په منځ کې داخلي تضادونه، د سياسي رهبرانو مخالفتونه، د داعش د حضور پراختيا او په هيواد کې وسله والې شخړې به د طالبانو اداره له منځه يوسي چې دا به د افغانستان د سياسي برخليک په ډګر کې د طالبانو وروستۍ ساندې شي.