ګوتريش: د نړۍ په هره ګوټ کې د مطبوعاتو ازادي تر بريد لاندې ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ويلي، چې ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې دي، خو دا ازادي د نړۍ په هره ګوښه کې تر برید لاندې ده. د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ هم وايي، چې په دې هيواد کې د رسنيو ازاد فعاليت په يوه جدي ننګونه بدل شوی دی.

نن د می درېيمه چې د غویي له ۱۳مې نیټې سره برابرېږي، د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل ټويټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي: «د مطبوعاتو د ازادۍ په نړيواله ورځ او يا هم بله هره ورځ بايد نړۍ له خبريالانو سره داسې ودرېږي لکه هغوی چې له حقیقت څخه دفاع کوي.»

د افغانستان پر رسنيو بنديزونه

د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړي بنسټ چې «نی» نومېږي د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ويلي، چې په دې هيواد کې د رسنيو ازاد فعاليت په يوه جدي ننګونه بدل شوی دی.

دې بنسټ ټينګار کړی چې په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو ازاد فعاليت بايد د يوه بشري حق په توګه تضمين شي.

نی زياته کړې چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسيزو له لاسته راوړنو څخه يو هم د رسنيو ازاد فعاليت، د بيان ازادي او په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی و.

خو نی ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د سياسي بدلونونو له وجې په افغانستان کې د ازادو رسنيو فعاليت په يوه جدي ننګونه بدل شوی دی.

دې بنسټ زياته کړې چې په افغانستان کې تر نيمايي زياتې رسنۍ د اقتصادي ستونزو او په هيواد کې د شته ستونزو له وجې له فعاليته لوېدلې دي او تر ۶۵ سلنې زيات خبريالان او رسنيز کارکوونکي بې‌کاره شوي دي.

نی ويلي: «په اوسنيو شرايطو کې د رسنيو ازاد فعاليت، د بيان د ازادۍ تمثيل، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبريالانو ځاني او رواني مصئونيت د اندیښنې وړ دي او د دې وضعيت دوام په اوږدمهال کې د افغانستان د ازادو رسنيو لپاره ملا ماتونکی کېدای شي.»

نی له نړيوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خبريالانو او رسنيو ملاتړ دې وکړي او د وروستيو دوو لسيزو پر ژمنو دې ودرېږي.