اطلاعات روز: افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې تېر ميلادي کال (۲۰۲۲) دوه ماشومان د پوليو ناروغۍ له کبله ګوزڼ وهلي دي.
دا په افغانستان کې د پوليو د پېښو تر ټولو کمه ثبت شوې شميره ده.
د روغتيا نړيوال سازمان نن (پنجشنبه، ۱۴ د غویي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د واکسين په کولو سره به د پوليو پېښي صفر شي او افغانستان به له دې ناروغۍ خلاص شي.
افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې تر اوسه د پوليو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.
د تېرو وختونو پر مهال د جګړې له کبله په ځينو ولايتونو کې د واکسين ورکولو کمپاين نه تطبيقېده.