د ارزګان خلک د بې کیفیته درملو له خرڅلاو شکایت کوي

ارزګان کې خلک شکایت کوي چې د دې ولایت په درمل پلورنځیو کې بې کیفیته درمل زیات شوي چې له امله یې نه یوازې د خلکو روغتیا ته ضرر رسوي بلکې په لوړه بیه یې هم پلوري.

د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسیدونکی سید محمد چې خپل ناروغ یې د درملنې په موخه ترینکوټ ښار ته راوستی وایي، چې څو ځله یې د خپل ناروغ زوی لپاره د ډاکټر په لارښوونه درمل اخیستي، خو زیاتوي چې د ټیټ کیفیت له کبله یې هیڅ ګټه نه ده کړې او هر ځل یې په لوړه بیه هم اخیستي دي.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې په درملتونونو کې دې د بې کیفیته درملو مخه ونیسي او هغه کسان دې سخت مجازات کړي چې درمل په لوړه بیه پلوري.

نوموړي وویل: «زما زوی دغه ۳ کاله کيږي چې د معدې ناروغۍ لري ۳ کاله کيږي چې پرلپسې يې ډاکټرانو ته راولمه خو هيڅ ګټه يې ورته نه ده کړې داسې وخت هم راغلی چې په دوه مياشتې کي مې يوه نسخه څو ځله تطبیق کړې خو هر ځل په دواخانو کې د درملو قيمتونو کې فرق وي که نه هغه درمل وي بس فرق پکې موجود وي بل ستونزه داده چې په کيفيت کې یې هم توپیر وي ډاکټرانو ته چې درمل ورښکاره کړم هغوی وايي د دې کفيت کمزوری دی.»

ارزګانیان د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دغلته دې د بې کیفیته درملو د خرڅلاو مخه ونیسي

د ارزګان د مرکز ترینکوټ اوسیدونکی روزي خان هم ورته شکایت کوي او وایي، چې په ډیری درمل پلورنځیو کې د درملو بیې سره توپیر لري چې ځینې یې لوړ او ځینې یې په ټیټ قیمت پلوري.

نوموړی د درملو په کمزوري کيفيت هم نيوکه کوي او وايي، چې داسې درمل يې ليدلي چې صرف نوم يې د درملو وي او نور هيڅ ګټه نه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د درملو کیفيت معلوم او ټاکلي قيمتونه دې ورته وټاکي.

ده زياته کړه: «يوه نسخه مې په څو درملتونونو ګرځولې يوه ته مې ور وړه ویې ویل چې ۹۵۰ افغانۍ کيږي بل ته مې ور وړه هغه وويل چې ۶۰۰ افغانۍ کيږي بل ته مې ور وړه ویې ویل چې ۵۲۰ افغانۍ کيږي کله چې هغه ۹۵۰ افغانۍ والا ته بیرته ورغلم هغه راته وويل چې زما د درملو کيفيت سم دی د دغه نورو د درملو کیفيت خراب دی باید هم نرخونه وکتل شي دا د حکومت دنده ده باید ښه او خراب درمل معلوم کړي.»

په دې ولایت کې بیا یو شمیر روغتیاپالان یاده ستونزه مني او وايي، چې ځینې ډاکټران او درمل پلورونکي د خپلې ګټې لپاره یو له بل سره شریک شوي او خلکو ته خراب درمل ورکوي.

يو تن ډاکټر بسم الله وايي، يو شمير د درملو کمپنۍ د ډاکټرانو سره د هغوی د درملو په پېر او پلور کې فيصدي ټاکي او بیا له همدې لارې مخې ته ځي.

نوموړي وویل: «ډیری درملتونونه له ډاکټرانو سره اړيکه لري، دوی خپله فيصدي لري، يو خو دوی له کمپنيو سره رابطه لري، هغه کمپنۍ چې په بهر ايران او پاکستان کې وي هغوی ته دوی خپل فرمايش ورکوي، د درملو کيفيت ټيټ وي او قيمت يې لوړ وي، پرته له شکه چې په دې کې د ډاکټرانو فيصدي شته.»

یو شمیر روغتیاپالان وایي، چې ځینې ډاکټران له درمل پلورنځیو سره په فیصدي کې شریک او هغوی بې کیفیته درمل پلوري

د خلکو یادې ستونزې او اندیښنې مو ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتیا له رییس ډاکټر محمد الله روحاني سره شریکې کړې هغه د خلکو نیوکې پرځای وبللې او ویې ویل چې د افغانستان په روغتیايي قوانينو کې درمل پلورونکي حق لري چې ۱۵ سلنه ګټه ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال د درملو د خراب کیفیت له امله د درملو قیمتونه ګډوډ شوي او بیې یې ښکته پورته کېږي.

دی وايي، داسې درمل شته چې په نړيوالو بازارونو کې په يو ډول قيمت پلورل کېږي خو دلته په تور بازار هغه درمل د نړیوال بازار څخه په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د ده په خبره، چې د یادې ستونزې د حل په موخه یې په یوه پلان کار روان کړی او ژر به حل شي.

ده وویل: «که د يوه کپسول قيمت په نړيوال بازار کې ۳۰۰ افغانۍ وي خو کله چې دلته تور بازار ته ورشې هغه کپسول قيمت ۱۰۰ افغانۍ وي خو خبره په دې ځای کې ده چې په تور بازار کې همدغه د ټيټ قيمت درملو کیفيت کمزوری وي.»

ارزګان کې داسې مهال خلک د بې کیفيته درملو څخه شکايت کوي چې تېرکال د طالبانو د عامي روغتيا وزارت لوړ پوړو چارواکو په يوه غونډه کې وويل، که چېرته د درملو واريدوونکي شرکتونه او درملتونونه له طبي معیارونو سره سم خپل فعالیتونه سم نه کړي او په دې برخه کې بې غوري وکړي، نو د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت له جدي ځواب سره به مخ شي، خو لاهم په افغانستان کې دغه ستونزه پر ځای ده او خلک ورڅخه وخت ناوخته شکايتونه کوي.