اطلاعات روز: کندهار ولايت کې بزګران توانيدلي چې د همکارو موسېساتو په ملاتړ د کوکنارو پرځای پر ۱۳ زره جريبه ځمکه غنم او بېلابېلا سبزیجات وکري.
د کندهار د زراعت مالدارۍ او اوبو لګولو رياست لپاره د طالبانو د زراعتي چارو امر ایمل حکيمي وايي، اوس مهال په دې ولايت کې اته موسېسې فعاليت کوي ترڅو کروندګرو ته د کوکنارو بديل کښتونه ومومي او په همدې برخه کې د بزګرانو ملاتړ وکړي.
هغه زياتوي، چې د دغه موسېساتو همکاري په اړوند برخو کې مثبتې دي او سږکال يوازې د غنمو د کښت په برخه کې شاوخوا دېرش سلنه زياتوالی راغلی دی.
همدارنګه ددې موسېساتو له ډلې د DCA زراعتي موسېسې مسوولينو ويلي، يوازې يې پر ۹۰ جربيه ځمکه ۹۰ تنو کروندګرو ته د تازه سبزيجاتو د کښت زمينه برابره کړې ده.
د موسېساتو مسوولين زیاتوي، چې دغه ۹۰ تنه بزګران به د سږکال او راتلونکي کلونو لپاره بېنډۍ، بانجان، روميان، بادرنګ او همداشان نور سبزيجات وکري.
د دوی په خبره، چې د کندهار ولايت په پنځو ولسواليو کې یې پر ۶۳۰۰ بزګرانو د کوکنارو بديل کښتونه ويشلي ترڅو له دې بوټي لاس واخلي.
ياده دې وي چې نور کلونه به کندهار کې بزګرانو له يو جريب ځمکې څخه ۳۰۰ منه د غنمو حاصلات ترلاسه کول خو اوس دغه حاصلات د وچکاليو او زراعتي افتونو له امله ۱۵۰ منو ته راټيټ شوي دي.
