نورستان کې ځایي خلکو یوه توره «یږه» نیولې

اطلاعات روز: ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې نورستان کې یوه نایابه توره «یږه» د ځینو کسانو له لوري نیول شوې او بیا یې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

دا انځورونه چې نن (پنج شنبه، ۲۱ د غویي) په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، یوه توره یږه ښيي چې د څو کسانو په منګولو کې راګیره ده.

نورستان کې د طالبانو چاپیریال ساتنې رییس سرتاج الدین ساپی هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې یاده یږه په غربي نورستان کې د خلکو له لوري هغه مهال نیول شوې، چې سیند ته د اوبو څښلو په موخه راښکته شوې وه او بیرته ځایي خلکو خوشې کړې ده.

نوموړی اندیښنه ښیي که‎ چېرې په دغه ولایت کې د وحشي او نادرو ژویو په خپلسري ډول دوام پیدا کړي په دغه ولایت کې به د وحشي او نادرو ژویو نسل ختم شي.

ساپی زیاتوي: «مونږ هم لاتراوسه ځای مشخص کړی نه دی چې دغربي نورستان په کومه ولسوالۍ او یا کلي کې دا کار شوی خو معلومات دا دي چې یږه د خلکو له لوري له نیول کیدو وروسته بیرته خوشې شوې ده.»

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم ویلي، چې دا پېښه په نورستان کې شوې او له ځایي طالب چارواکو یې غوښتي چې په نورستان کې د کم ساریو ژوو د ښکار مخه ونه نیول شي د دغو ژوو نسل به له منځه ولاړ شي.

د ټولینزو شبکو یو افغان کارونکي عبدالله سهار لیکلي :« نورستان ولایت کې د هوسۍ، زمري، پړانګ، پانډا، لېوه او نور حيوانات پيدا کېږي هلته ژوند کوي. د چاپيريال ساتنې اداره دې هلته د حيواناتو د زورولو او شکنجې مخه ونیسي.
نورستان کې دې په ښکار هم بندیز ولګول شي څو چاپيريال پرې ښایسته وي.
هلته داسې حيوانات لیدل شوي چې ان په امازون او پاناما ځنګلونو کې نشته یا هم کم دي.»

نورستان په تېر حکومت کې د وحشي ژویو لپاره خوندي ساتنځای او ملي پارک اعلان شوی و، خو تراوسه هم دا ژوي د خلکو لخوا ښکار کېږي.