کندهار او نورستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: طالب چارواکي خبر ورکوي چې په کندهار او نورستان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع الحق حق بیان وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۲۲ د غویي) مازدیګر د دې ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند «سنګ پول» سیمه کې د یوه ډاډسن موټر چپه کیدو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره د پېښې ټپيان یې په وخت روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې د دوو وضعیت نازک ښودلی دی.

نوموړی د یادې پېښې لامل دسړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي یادوي.

دغه راز کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دغلته تېر ماسخوتن د یوه فیلډر موټر او زرنج موټرسایکل د ټکر له امله نهه تنه ژوبل شوي دي.

دوی زیاتوي، په ټپیانو کې ۶ ماشومان او درې لویان شامل دي چې د درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

مسوولینو د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

هيواد کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د داسې پیښو ستر لاملونه بلل کېږي.