ايران د سټلايټ انځورونو په خپرولو سره د اوبو د نشتون په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

اطلاعات روز: ايرنا خبري اژانس د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کچې په اړه د سټلايټ انځورونه خپاره کړي او ليکلي يې دي چې دا انځورونه په کجکي او کمال خان بندونو کې د اوبو د پام وړ کچه ښيي او د طالبانو وروستۍ ادعا ردوي.

دې رسنۍ ليکلي، چې د سټلايټ انځورونو له ارزونې سره سم، اوس مهال د کجکي بند په زېرمه کې ډېرې اوبه شته او له نړيوالو سافټويرونو څخه په استفادې شميرې ښيي چې اوبو دا بند ۸۰ سلنه ډک کړی دی. له دې انځورونو سره سم، د کجکي بند د اوبو کچه تر تېر کال زياته ده.

ايرنا ليکلي، چې په کمال خان کې هم اوبه شته او د دې بند په زېرمه کې د اوبو شتون ښيي چې له کجکي بند څخه پرېښودل شوې اوبه کمال خان ته رسېدلې دي.

ايرنا زياته کړې، چې د «خيام سټلايټ» انځورونه همدا راز ښيي چې ځينې وختونه د ايران پر لور د دې بند دروازې پرانيستل شوې دي، خو څومره اوبه چې له دې بند څخه د ايران پر لور روانې شوي، يو څو کيلومتره وړاندې د دوو نورو جوړو شويو کانالونو په وسيله بيرته د افغانستان خاورې ته ګرځول شوې دي او عملاً ايران ته هیڅ اوبه نه ځي.

دې ايراني رسنۍ زياته کړې چې د «خيام سټلايټ» انځورونه ښيي چې له کمال خان بند څخه کمې پرېښودل شوې اوبه د افغانستان په خاوره کې دننه بزګرو کارولې دي او د سټلايټ له انځورونو سره سم په هماغو سيمو کې کښتونه هم شته دي.

اوس مهال طالبان وايي، چې په کمال خان بند کې کافي اوبه نشته او په کجکي بند کې هم دومره اوبه نشته چې ايران ته ورسېږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي پرون په کابل کې يوې غونډې ته وويل، چې دا ډله د ۱۳۵۱ لمريز کال تړون ته ژمنه ده، خو په دې اړه هغه وچکالي بايد له پامه ونه غورځول شي چې په افغانستان او سيمه کې روانه ده.

ايراني چارواکي ټينګار کوي چې د اوبو د نشتون په اړه د طالبانو ادعا بايد د يوه ګډ تخنيکي پلاوي له لوري وارزول شي.

طالبانو او ايران په دې وروستيو کې د هلمند په اوبو کې د حقابې په اړه غونډه درلوده. د دې غونډې جزييات نه دي خپاره شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه