انځور: استول شوی

کونړ کې د کتاب لوستنې د دودیدو هڅې

اطلاعات روز: د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ او په دغه ولایت کې د کتابتونو د اتحادیې له لوري د کتاب لوستنې د دودیدو نندارتون جوړ شوی دی.

د نندارتون تنظیموونکي رغون حامد د یاد نندارتون له جوړیدو موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او د ځوانانو فکري رغونه بولي.

 نوموړی زیاتوي یاد نندارتون نن (سې شنبه، ۲ د غبرګولي) د یوې ورځې لپاره جوړ شوی، چې پکې بېلابېل ډول علمي او ګټور کتابونه د خلکو د لوستنې په پار نندارې ته ايښودل شوي دي.

حامد زیاتوي: «دا چې په هیواد کې د ثور میاشتې اخره اوونۍ د کتاب لوستنۍ په نامه نومول شوې، نو پر همدې اساس مو کونړ کې هم د مطالعې فرهنګ عامیدو په موخه نندارتون جوړ کړی او هر ډول کتابونه پکې نندارې ایښودل شوي.»

په ورته مهال د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف د کتاب لوستنې په موخه د دا ډول نندارتونو جوړیدل د مطالعې فرهنګ دودیدو په موخه ګټور بولي.

نوموړی وایي، په پلان کې لري چې د دا ډول نندارتونونو لړۍ له مرکز سربیره ولسوالیو ته هم وغځوي.

حنیف زیاتوي: «په کونړ کې د کتابونو د نندارتون له جوړیدو موخه کتاب لوستنې ته د ځوانانو او د ټولنې د نورو وګړو هڅول دي او دغه راز په پلان کې لرو چې هره میاشت په مرکز او ولسوالیو کې هم دا ډول د مطالعې فرهنګ عامیدو په موخه د کتاب نندارتونه جوړ کړو.»

د نندارتون ګډونوال بیا کتاب لوستنې ته د ځوانانو پام اړولو په موخه د یاد نندارتون له جوړیدو هرکلی کوي.

 نظرمحمد چې د یاد نندارتون لیدو ورغلی وایې، د کتابونو دا ډول نندارتونونه جوړول د ځوانانو په فکري بدلون کې مثبت رول لوبولی شي.

نظرمحمد زیاتوي: «له ځوانانو مو غوښتنه دا ده چې په دا ډول د کتابتونونو په نندارتونو کې برخه واخلي ګټه به یې هم دوی ته وي او هم به د کتاب پلورونکو ته نو ځوانان باید کتابونه واخلي او هیڅ وخت بې غوري ونه کړي او هر وخت له کتاب څخه استفاده وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو د کتاب لوستنې کمپاینونه ډیر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي.

د خلکو په خبره د دا ډول نندارتونو په پرانیستل کېدو سره به د مطالعې رواجولو ترڅنګ کتاب پیرودلو ته هم بازار موندنه وشي.