اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې پېښه نن (شنبه، ۶ د غبرګولي) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د دغه ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند «سام ګل دره» کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چاودنه د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له کبله رامنځته شوې چې دوه ماشومان پکې وژل شوي او یو بل ژور ټپي دی.
د نوموړي په وینا، دا چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومانو پر دې ناچاوده سرګلولې لوبې کولې.
هغه وایي، ټپي ماشومام یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړی دی.
د هیواد په زیاتو سیمو کې دا ډول پېښې د جګړې څخه د ناچاوده سرګلولو، مرمیو او ماینونو د چاودنو له امله رامنځته کیږي، چې زیاتره وخت یې قربانیان ماشومان او میرمنې وي.