via Hafiz Zia Ahmad/twitter

د هلمند د اوبو پر سر شخړه؛ متقي د ايران سفير ته: د دواړو هيوادونو تر منځ مسايل دې د خبرو له لارې حل شي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي په کابل کې د ايران له سفير حسن کاظمي قمي سره په ليدنه کې يو ځل بيا د دواړو هيوادونو تر منځ «د خبرو-اترو او تفاهم له لارې» د مسايلو د حل غوښتونکی شوی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم چې نن (شنبه، ۶ د غبرګولي) يې خپره کړې، په دې ليدنه کې دواړو اړخونو له ايران څخه د افغان زندانيانو د بيا انتقال، په ايران کې د افغان وګړو د اعدام ځنډولو، له هلمند سيند څخه د ايران د حقابې د تأمين او د دواړو هيوادونو تر منځ د نورو مسايلو په اړه بحثونه کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې ښاغلي متقي په دې ليدنه کې د دواړو اړخونو پر «ښو اړيکو» ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې په ايران کې دې د افغان د وګړو د اعدام حکم وځنډول شي او له ايرانه دې افغانستان ته د افغان زندانيانو د لېږد بهير پېل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د ايران سفير ويلي چې هيواد يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د وروستۍ غونډې پر مهال  «د افغانستان د اوسني وضعيت دفاع کړې ده».

له اعلاميې سره سم، قمي «د دواړو هيوادونو د سرحدي مسايلو پر همغږي مديريت» ټينګار کړی او په دې اړه يې د دې هيواد د وروستيو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي دي.

د هلمند په سيند کې د ايران د حقابې په اړه د طالبانو او ايران تر منځ په دې وروستيو کې ناندرۍ زياتې شوې دي.

ايران طالبان تورنوي چې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره سم په هلمند سيند کې د دې هيواد حقابه نه ورکوي، خو طالبان وايي چې د وچکالۍ له کبله دومره اوبه نشته چې ايران ته ورسېږي.

ايران د طالبانو د ادعا د رښتياوالي لپاره غوښتنه کړې چې يو ايرانی تخنيکي پلاوی بايد کجکي او کمال خان بند وويني، خو طالبان وايي چې ايراني پلاوي ته اجازه نه ورکوي چې دا بندونه وويني.