اطلاعات روز: ايرانۍ رسنيو د دغه هیواد د سمندري پوځ د مشر په حواله ويلي، چې سعودي عرب، ايران او همدا راز درې نور خليجي هيوادونه غواړي چې سمندري اتحاد جوړ کړي، په دې کې به هند او پاکستان هم شامل وي.
د رویټرز د راپور له مخې د ايران د سمندري قوې قومندان شهرام ايراني ويلي، چې «د سيمې هيوادونه نن په دې پوه شوي چې يوازې له يوه-بل سره همکاري سيمهييز ثبات راوستلای شي.»
نوموړي د جوړېدونکي ايتلاف د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ايران په دې وروستيو کې هڅه کوي چې له خليجي هيوادونو سره خپلې ترينګلې اړيکې ورغوي.
په مارچ مياشت کې سعودي عرب او ايران د چين په منځګړيتوب اووه کلنه دښمني ختمه کړه او د سيمهييز ثبات او اقتصادي همکارۍ پر اړتيا يې ټينګار وکړ.
د ايران د سمندري قوې مشر زياته کړې چې په دې سمندري اتحاد کې برخه اخيستونکي هيوادونه متحده عربي امارات، بحرين، قطر، عراق، پاکستان او هند دي.
له ايران سره د سعودي عرب ډيپلوماټيکې ښکېلتيا د اسراييلو د هغو هڅو مخه نيولې چې غواړي ايران منزوي کړي.
متحده عربي امارات لومړی عربي خليجي هيواد و چې د ۲۰۲۰ کال پر مهال يې له اسراييلو سره د اړيکو د عادي کولو تړون لاسليک کړ او تېر کال يې له ايران سره رسمي اړيکې بيرته پېل کړې.
بحرين او مراکو تر متحده عربي اماراتو وروسته له اسراييلو سره اړيکو جوړولو ته مخه کړه.
