انځور: خواله رسنۍ

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي

د خوست ولایت موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د تېر او اوسني حکومتونو د نه پاملرنې له امله په کافي اندازه د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري.

د دغې ولسوالۍ په غلنګ، دوه منده، سړې اوبو، زوړ کوټ، توت پالې او ځینې نورو سیمو کې لسګونه کورنۍ ژوند کوي، خو لاهم ورته د اړتیا وړ په پوهنې، روغتیا، رغونې او مخابراتي خدمتونو برخه کې پام نه دی شوی.

د دې سیمو اوسېدونکي وايي، ښوونځي یې تر ډېره سرپناه نه لري او روغتیايي مرکزونه یې د درملو او مسلکي ډاکټرانو له کموالي سره مخ دي.

د دوی په خبره چې په تېر نظام کې هم د وخت چارواکو ورسره د شته ستونزو هواري برخه کې بار، بار ژمنې کړې وې، خو په حل یې بریالي شوي نه دي او زیاتوي چې اوسني نظام هم له پامه غورځولي دي.

د دوه منده سیمې یو اوسېدونکي اسلم جان اطلاعات روز ته وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې سیمه د جګړې له امله له هر ډول پرمختګ پاتې شوې او د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځینو سیمو ښوونځي سرپناه او کافي امکانات نه لري چې له وجې یې ماشومان په خورا ناسم چاپیریال کې زده کړې کوي.

هغه وايي: «دلته په موسی خېلو ولسوالۍ کې دغه شل کاله جګړه وه، اول خو د ولایتي ادارې پام ډېر کم و او که بیا به پروژه راغله نو د جګړې له امله به چا اجازه نه ورکوله، نو اوس زمونږ تعلیمي برخه کې ډېرې ستونزې دي، ډېر کم مکتبونه مو ودانۍ لري او نور یې نه لري، همداسې یې کتابونه او نور درسي مواد هم له کموالي سره مخ دي.»

د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ سیمه کې د یوه ښوونځي زده کوونکي سرپناه نه لري او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. انځور: خواله رسنۍ

د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي همدا راز په رغونې برخه کې هم د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي، دوی وايي نورو ولسوالیو ته په کتو اوسني نظام کې هم دوی ته پام کم شوی او ټینګار کوي چې د ولسوالۍ اړونده سیمو کې دې د پلچکونو، لارو او نورو رغنیزو برخو کې ځانګړې پاملرنه وشي.

په دې اړه د یادې ولسوالۍ د زوړ کوټ سیمې یو اوسېدونکي خیرالله داسې وویل: «مونږ پخوا هم دا غږ اوچت کړی چې حکومته او والي صاحبه پام راباندې وکه، زما لارې خرابې شوي، پلچکونه مې په بمونو او سېلابونو کې ړنګ شوي او همداسې نورې ستونزې دي چې موسېسات او طالبان باید راته پام وکړي.»

موسی خېل چې د خوست له نسبتاً ګڼ نفوسه ولسوالۍ ګڼل کیږي، نه یوازې خلک یې د طالبانو له حکومت په رغونې، پوهنې او نورو برخو کې د شته ستونزو هوارېدل غواړي بلکې د دې ولسوالۍ بې روزګاره ځوانانو ته په حکومتي چوکاټ کې د ونډې غوښتونکي هم دي.

د نور په نوم یو ځوان وايي، تر پوهنتون کچې یې زده کړې ترسره کړې خو د کاري فرصت نه موجودیت له امله اوس په کور دی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخ شوی.

نوموړی وايي، که یې په سیمه کې رغنیزې پروژې ترسره کیږي، نو د نورو خلکو پر ځای دې د دغې ولسوالۍ بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

نور وویل: «زه له پوهنتون خلاص شوی یم او اوس په کور ناست یم، کله کله په خپلو کرنیزو ځمکو کې کار کوم، ما څو ځایه د وظیفې پیدا کېدو هڅې کړي، خو تر اوسه چا دنده نه ده راکړې، زما دا غوښتنه ده چې دلته که هره پروژه راځي باید د موسی خېلو ځوانانو ته پکې کار برابر شي.»

موسی خېلو ولسوالۍ ته د طالبانو د مرستیال والي سفر. انځور: د خوست ولایت مقام

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولین هم ځینې ستونزې مني او د هواري ډاډ یې ورکوي.

د دغه ولایت د طالبانو د والي مرستیال د موسی خېلو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په ګډه ناسته کې ویلي چې د نورو ولسوالیو ترڅنګ به موسی خېلو ولسوالۍ ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.

د والي مرستیال محمد انور دین پرور همدا راز د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د ځنګل وهنې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د موسی خېلو ترڅنګ صبري، علیشېر، باک، نادر شاه کوټ، اسماعېل خېل او ځینې نورې هغه ولسوالۍ دي چې ځايي خلک یې د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله زیانمن شوي او د طالبانو له اوسني نظام د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.