په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی، نصیراحمد فایق، وايي چې ښځې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره د هر ډول سیاسي بهیر په جوړولو کې مستقیم او معنا لرونکی حضور ولري.
فایق دغه څرګندونې د «په افغانستان کې ښځې، سوله، عدالت او ملي پخلاینه» تر سرلیک لاندې په هغه غونډه کې وکړې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي وویل چې د ښځو ونډه باید یوازې تر «سمبولیک حضور» یا له اصلي سیاسي بهیر څخه د جلا او موازي مشورو پورې محدوده نه شي.
هغه وویل چې د افغانستان د ښځو په اړه د نړیوالې ټولنې د خبرو کولو طرز باید بدل شي.
فایق وویل: «د افغانستان ښځې باید یوازې د هغو قربانیانو په توګه ونه کتل شي چې ملاتړ ته اړتیا لري؛ بلکې هغوی سیاسي فعالانې او مشرانې دي چې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د هر ډول سیاسي بهیر په جوړولو کې مستقیم او معنا لرونکی حضور ولري.»
هغه ټینګار وکړ چې که غواړو افغانستان پرمختګ وکړي او یوې مشروع، دوامدارې او سیاسي هوکړې ته ورسېږي، نو ښځې باید د پرېکړو پر مېز حضور ولري.
ښاغلي فایق د افغانستان ستونزې یوازې تر بشري اندېښنو او یا حتی د نجونو د ښوونځیو تر بیا پرانیستلو محدودې ونه ګڼلې. هغه وویل، که څه هم دا موضوعات مهم دي، خو ستونزه باید یوازې په همدې مسایلو پورې محدوده نه شي؛ اصلي ننګونه تر دې ډېره ژوره ده او «هراړخیز او ټولګرا» چلند ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، اوسني هڅې لا هم نه دي توانېدلي چې داسې یوه روښانه او حسابورکوونکې لاره رامنځته کړي چې د افغانستان خلکو ته پکې دا زمینه برابره شي، څو خپله سیاسي اراده عملي او د خپل هېواد راتلونکی په عزت او درناوي وټاکي.
په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا واک ته د بېرته رسېدو پنځه کاله تېرېږي، افغانستان لا هم له ژورو سیاسي، بشري، اقتصادي، ټولنیزو او بشري حقونو له ننګونو سره مخ دی. سره له دې چې د بېلابېلو نړیوالو میکانیزمونو له لارې پرلهپسې ډیپلوماټیک تعاملات روان دي، د یوې «دوامدارې، عادلانه او ټولشموله» سیاسي هوکړې ترلاسه کول لا هم ستونزمن او له لاسرسي لرې پاتې دي. د دغو ننګونو په منځ کې، د افغانستان د ښځو د راتلونکي دریځ موضوع ځانګړی اهمیت لري.
فایق وايي چې له پنځو کلونو راهیسې د افغانستان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او په عامه چارو کې له ګډون څخه له سیستماتیک محرومیت سره مخ دي. خو له دې سره سره، هغوی لا هم د دغه محرومیت پر وړاندې مقاومت کوي، خپلې ټولنې پر پښو دروي، له زدهکړو ملاتړ کوي، د خپلو بشري حقونو دفاع کوي او د یوه متفاوت راتلونکي لپاره هڅې کوي.
هغه پرونۍ غونډه کې وویل چې اوس مهال د ښځو د ملاتړ لپاره مهم نړیوال حقوقي او سیاسي چوکاټونه شته؛ په دې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵مه پرېکړهلیک، د «ښځې، سوله او امنیت» پراخ اجنډا، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) او د ملګرو ملتونو نور اړوند پرېکړهلیکونه او اسناد شامل دي.
د هغه په وینا، اوس ستونزه د ژمنو نشتوالی نه دی، بلکې «د دغو ژمنو او د هغو د عملي کېدو ترمنځ واټن» دی.
ښاغلي فایق د «په افغانستان کې ښځې، سوله، عدالت او ملي پخلاینه» په غونډه کې وویل چې د افغانستان راتلونکی باید په پای کې د دغه هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي.
هغه طالبان په افغانستان کې یوازې «له ښکېلو اړخونو څخه یو» وباله او ویې ویل چې طالبان نه شي کولای په یوازې ځان د افغانستان د خلکو د تنوع او هیلو استازیتوب وکړي.
فایق وویل، هر ډول سیاسي جوړښت چې د «زور، محرومولو یا ګواښ» له لارې تحمیل شي، دوام نه شي کولی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان په اړه یو نړیوال بهیر هم یوازې هغه مهال اعتبار لرلی شي چې ټول وګړي، په ځانګړې توګه ښځې، د دغه بهیر د مسیر په ټاکلو کې ونډه ولري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د داسې سیاسي فضا او زمینه په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې د افغانستان خلکو ته دا امکان ورکړي څو د خپل هېواد لپاره لا سولهییز، عادلانه، ټولشموله او مشروع راتلونکی جوړ کړي.
