د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې یو ځوان ځان وژلی او بل ځوان خپل پلار په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي چې نن (سهشنبه، ٣١ د وږي) یو کمکی ځوان له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، په بله پېښه کې یو ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته هغه په ډزو وژلی دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د دواړو پېښو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د کورنیو شخړو او ځانوژنې د پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ټولنیزو چارو ځینې شنونکي بېوزلي، بېکاري، اقتصادي ستونزې او کورني تاوتریخوالی د ورته پېښو له عمده لاملونو څخه بولي.
