د لوږې سیوری پر کندهاري ماشومانو؛ د خوارځواکۍ پېښې ۳۰ سلنه زیاتې شوې

کندهار کې د ماشومانو خوارځواکي زیاته شوې. Photo: Etilaatroz

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد له نورو ولایتونو سربېره کندهار ولایت د خوارځواکۍ په ګډون له ګڼو ناورینونو سره مخامخ دی.

په دغه ولایت کې د تېر په پرتله د بې وزلۍ او کورنيو د اقتصادي بې وسۍ له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې او دا وضعیت پر انساني ناورین بدلېدونکی دی.

د کندهار بې‌پولو ډاکټرانو روغتیايي مرکز ته هره ورځ په خوارځواکۍ او نورو ناروغیو اخته ګڼ شمېر ماشومان د درملنې لپاره راوستل کېږي.

یاد روغتون کې د کندهار د ریګستان ولسوالۍ اوسېدونکې حببیه په نوم یوې مېرمن چې دوه ځله یې ۱۸ میاشتنۍ لمسۍ (وړانګه) په خوارځواکۍ اخته شوې د درملنې په موخه راوستې ده.

د دې عمر خوړلې مېرمن په څېره کې د فقر، بې وزلۍ او بې وسۍ نښې له ورایه ښکاري.

 هغه وايي، چې د منظمو خوړو نه رسېدو او د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله د ماشومې مور په کافي اندازه شېدو نه درلودې چې له امله په خوارځواکۍ اخته شوې ده.

حببیه زیاتوي: «په خوارځواکۍ د اخته شوي وړانګي مور هیڅ شېدې نه درلودې او دوی د خپل ماشوم لپاره په ښار کې د پوډري شيدو  اخيستلو وس نه لري ځکه د د دوهم ځل دی چې ماشومه یې په خوارځواکۍ اخته کېږي او دلته یې درملنې لپاره راوړو ممکن ښه شي.»

کندهار کې بېوزلي د ماشومانو روغتیا ګواښي. Photo: Etilaatroz

دا مېرمن اندېښمنه او په وینا، لمسۍ ته هیله نه لري چې په راتلونکي کې د خوارځواکۍ څخه خلاص شي، ځکه چې د هغې په وینا، لاهم په کور کې اقتصادي ستونزې شته او دومره وس نه لري چې په راتلونکي کې د ماشومانو ښه روزنه وکړي.

نوموړې زیاتوي کندهار او په خاص ډول د ریګستان ولسوالي د خوارځواکۍ د بحران پر وړاندې له زیانمنو ولسوالیو څخه ده او په کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.

د هغې په وینا، په یادې ولسوالۍ کې په هرو دوو کورنیو کې د يوې کورنۍ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او کورنۍ یې دومره وس نه لري چې د ماشومانو درملنه، پالنه او روزنه په ښه ډول وکړي. حببیې زیاته کړه: «کورنۍ مو بېوزله ده او آن د کورنيو ټولو غړو ته ۳ وخت وچه ډوډۍ هم  په ډير زخمت پیدا کيږي، زموږ په سیمه کې زیاتره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي؛ ځکه خلک د ډوډۍ وس نه لري نو درملنه به څنګه وکړي د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تربلي خرابيږي او هيڅوک نه پوهيږي په دي بیوزلۍ حالت کې به دوی څه کړي.»

د خوارځواکۍ له امله سلګونه ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ځي. Photo: Etilaatroz

کندهار د افغانستان هغه ولایت دی چې د طالبانو غایب مشر ملا هبت الله په کې مېشت دی له له همدې ځایه د هېواد چارې اداره کوي.

په دغه ولایت کې که څه هم ملاهبت الله مېشت دی، خو ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې پراخ محدوديتونه، بیوزلي، بي عدالتي او ګڼې نوري داسي ستونزې هم شته چې د افغانستان په نورو ولايتونو کې ساری نه  ليدل کيږي.

بلخوا، د کندهار روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او ورځ تر بلې دغه شمېر مخ پر لوړېدو دی.

په کندهار کې د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د روغتیایي مرکز مسوول ضیاالرحمن وايي، په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر میلادي کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

نوموړي ویلي، د روان ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اګسټ میاشتې تر اخيره پورې ۱۲ زره او ۵۳۰ خوارځواکي ماشومان د دغه سازمان روغتیايي مرکز ته ورغلي دي.

د هغه په خبره، له دغو ماشومانو څخه ۳ زره او ۴۵۰ تنه په شدیده خوارځواکۍ اخته وو او یو زرو ۲۹۱ نور ماشومان  وو.

د کندهار ولايت ميرویس حوزي روغتون چې ددي حوزي په کچه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، هره ورځ د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ترڅنګ د ۱۱ نورو ولایتونو سلګونه ناروغان دغلته د درملنې په موخه مراجعه کوي.

 دا روغتون په دې وروستیو کې خپلو ناروغانو ته د لومړنیو روغتیايي چوپړونو وړاندي کولو کې د سرچینو له جدي کمښت سره مخ دی.

شافعه چې زوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوي او په دغه روغتون کې بستر دی وایي، کورنۍ یې د عاید سرچینې له لاسه ورکړي اوسمهال ان خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ پیدا کولو وس نه لري او ممکن ماشوم یې د مناسبو خوړو نشتون له امله په خوارځواکۍ اخته شوی وي.

دا مېرمن له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې بشري مرسته ورسره وکړي او د هغه کورنیو لاسنیوی دې وکړي چې تر بل هر وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شافعې زیاته کړه: «اقتصادي وضعيت ډير خراب دی په کور کې هیڅ نه لرو، راتلونکي ژمي ته مو ډيره انديښنه ده ځکه زموږ په کور کې د خوراک شي نشته زموږ د کلي خلک هم ددغه رقم مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دي.»

کندهار کې د ډوډۍ له کمښت تر خوارځواکۍ. Photo: Etilaatroz

د کندهار د ميرویس حوزي روغتون ډاکټران وايي، چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د خلکو د اخته کېدو لاملونه د خوړو کموالی، ناسمه تغذیه، روغتیايي ستونزې، ناپوره معلومات او اقتصادي ستونزې دي.


د کندهار د روغتیايي برخې ډاکټر ضیاءالرحمن عابد وايي، خوارځواکي په ماشومانو کې یوازې د خوړو د کمښت ستونزه نه ده، بلکې د بېوزلۍ، ناروغیو، د مناسبې تغذیې نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

نوموړی وايي، خوارځواکي او ناروغۍ له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري او په وينا يې چې هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ وي، د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری کېږي او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت راټیټېږي.

د ډاکټر عابد په وینا، نري رنځ یوه له هغو ناروغیو څخه ده چې له خوارځواکۍ سره نږدې اړیکه لري.

هغه زیاتوي په سویلي حوزه کې په مېندو کې د عامه پوهاوي نشتون او ماشومانو روغتيا او تغذيي ته نه پاملرنه ددې لامل شوې چې مېندې په سم ډول ماشومانو ته شيدي ورنه کړي او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

د هغه  په وينا چې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې پر مهال باید یوازې د خوړو کمښت ته پام ونه شي، بلکې د ماشوم د نورو احتمالي ناروغیو، په ځانګړي ډول نري رنځ، هم باید معاینه وشي.

نوموړی په کندهار کې د خوارځواکو ماشومانود درملنې تر څنګه پر عامه پوهاوي ټینګار کوي:«پوره خواړه ژر تشخیص، پاکو اوبو او حفظ‌الصحې ته لاسرسی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نږدېوالی هغه موارد دي، چې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو کې مهم رول لري .که خوارځواکي ماشوم په وخت روغتیايي مرکز ته ونه رسول شي، د ناروغۍ تر څنګ د نورو طبي عوارضو خطر هم ورسره زیاتېږي  له همدې امله کورنۍ باید د ماشوم د وزن کمېدو، د ودې د درېدو، دوامدارې ناروغۍ او د خوړو نه منلو په صورت کې ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.»

په همدې حال کې د کندهار عام وګړي هم په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او لامل یې هم اقتصادي ستونزي او په لویه کچه د خلکو بې روزګاري بولي.

 په کندهار کې یو مدني فعال د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې د کاري فرصتونونو ته نشتون، د نړيوالو د مرستو بنديدل د طالبانو بیلابیل او دوامداره محدوديتونه،د نورو هېوادونو سره د لارو تړل کيدل او ګڼ نور لاملونه شته چې په دغه ولايت کې یې خلک د سختي بیوزلی سره مخ کړی دی.

هغه ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دنده لري چې د هره ډول ناوړه وضعيت د رامنځته کيدو د مخنيوي لپاره پلانونه جوړ او تطبیق کړي:«غټه ستونزه په ټپه ولاړ کارو بارونه دي کارې فرصتونه نشته بیوزلي زياته ده لويي لاري تړل شوي دي دطالبانو  لخوا زيات ماليات اخيستل کيږي تجارت باندي محدوديتونه بي حده زيات دي ځکه د خلکو اقتصادي وضعت خراب کيږي او د خوارځواکۍ په ګډون بیلابیلي ناروغۍ رامنځته کيږي.»

ډاکتران د خوارځواکۍ مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی مهم بولي. Photo: Etilaatroz

که څه هم د طالبانو حکومت په سويلي حوزه کې په خوارځواکۍ د زياتوالي په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو تردي مخکي يي ويلي  چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه لور ته  ولاړ شي.


د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په روان کال کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
کندهار کې داسې مهال ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې،  چې په دې وروستیو کې د بشري مرستو د کمېدو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لسګونه مرکزونه هم تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته