انځور: WHO

د روغتيا نړيوال سازمان: په ټول افغانستان کې مو د پوليو د تشخيص لپاره ۳۷ سايټونه فعال کړي

اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې يې د ککړو نمونو د راټولولو او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ (پوليو) د تشخيص لپاره ۳۷ سايټونه جوړ کړي دي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د تشخيص لپاره «څارونکی چاپېريالي سيسټم» د پراختيا په حال کې دی.

په افغانستان کې د روان لمريز کال پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې دي.

اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې يوازيني هيوادونه دي چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ پکې صفر ته نه ده رسيدلې.

هر کال په ټول هيواد کې د ماشومانو له ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې او ماشومانو ته د واکسين ورکولو کمپاينونه په لار اچول کېږي.

ټاکل شوې چې سبا هم له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په ټول هيواد کې کمپاين پېل شي.