انځور: استول شوی

د نورستان په دیني مدرسو کې ۶۵۵ ښوونکي جذبیږي

اطلاعات روز: د نورستان د پوهنې ریاست طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مختلفو دیني مدرسو کې سلګونه تازه ښوونکي جذبوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس تاج محمد مطمئن وایي، چې اوس مهال د نورستان له ښوونځيو سربیره په دیني مدرسو کې هم د ښوونکو د کمبود ستونزه موجوده او هڅه کوي چې نوي ۶۵۵ ښوونکي په  دیني مدرسو کې جذب کړي.

د هغه په خبره، یاد بستونه د پوهنې وزارت لخوا د دې ولایت پوهنې رياست ته په واک کې ورکړل شوي، چې ډیر ژر به د ښوونکو د استخدام پروسه پېل کړي.

نوموړی زیاتوي د یادو ښوونکو په جذب سره به نه یوازې شته ستونزې تر یوې کچې راکمې شي، بلکې نوی نسل به د عصري علومو ترڅنګ په بشپړ ډول د دینې زده کړو څخه برخمن شي.

نوموړي وویل، هغه مدارس چې په تېر کې غیرې رسمي وو، دغه بستونه به ورته د یو منظم میکانیزم له لارې توضیع شي او ټول استادان به یې په رسمي توګه د پوهنې ریاست په چوکاټ کې شامل او د هر ډول میاشتني امتیازاتو څخه به برخمن شي.

بلخوا په نورستان کې دیني عالمان هم د یادې پروسې له پېل هرکلی کوي او وایي، چې دینی زده کړې یې کړي خو تراوسه بې دندې دي.

 په همدې حال کې د نورستان د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ او د زده کونکو لپاره سرپناه نه لري، چې له امله یې زده کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

د نورستان د پوهنې رییس تاج محمد مطمئن په خبره اوس مهال په دغه ولایت کې ۲۱۴ ښوونځي فعال دي، چې له جملې ۶۰ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې نور یې د زده کوونکو لپاره لازم امکانات نه لري.