ننګرهار

د ننګرهار سپین غر کې قومي تړه؛ «هر څوک چې طالبانو ته ځای ورکړي، له ولسوالۍ به وشړل شي»

اطلاعات روز: د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو د پریکړې له مخې، که هر څوک وسله والو طالبانو ته ځای ورکړي، له ولسوالۍ به وشړل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو پریکړه کړې، چې په خپلو سیمو کې به وسله والو طالبانو ته ځای نه ورکوي.

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره همدارنګه قومي مشرانو د پریکړې له مخې که هر څوک په یاده ولسوالۍ کې له شوې پریکړې سرغړونه وکړي او وسله والو طالبانو ته ځای ورکړي او یا ورسره همکاري وکړي، نو د ټاکل شوې جریمې سربیره به له ولسوالۍ هم شړل کیږي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو نن د یوې ناستې په ترڅ کې پریکړه کړې، چې په خپله ولسوالۍ کې به طالبانو ته ځای نه ورکوي او هم یې ځایي خلکو ته ویلي، که هر څوک په خپله ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته ځای ورکړي، نو له ولسوالۍ به وشړل شي.»

اخوا د ننګرهار او لغمان لسګونه پشه يي ځوانانو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر خلاف وسله راپورته کړه.

دوی د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ راټول شوي او وايي، له نظامه په کلکه ملاتړ کوي.