د «هندوکش غږ» رسنۍ، چې د طالبانو له استخباراتو سره تړاو لري، د افغانستان د مخکیني حکومت د پولیسو د یوه قوماندان اللهداد فدایي د اجباري اعتراف ویډیو خپره کړې ده.
دې رسنۍ نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه شپږ دقیقې ویډیو خپره کړې، چې پکې اللهداد فدایي د طالبانو له خوا د خپل نیول کېدو، د دغې ډلې پر وړاندې د بریدونو د پلانولو او د «افغانستان متحدې جبهې» له مشر سمیع سادات سره د اړیکو په اړه خبرې کوي.
خو څرګنده نه ده چې دغه اعترافات چېرته، څه وخت او په کومو شرایطو کې ثبت شوي دي.
فدایي په دې ویډیو کې وايي، چې د طالبانو د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» په بلنه له ایران څخه افغانستان ته راغلی و او د «مصونیت کارت» یې هم ترلاسه کړی و.
نوموړی وايي، افغانستان ته تر راتګ وروسته د «افغانستان متحدې جبهې» مشر سمیع سادات ورسره اړیکه نیولې او ترې غوښتي یې وو، چې په نورستان او لغمان ولایتونو کې د دغې جبهې د بریدونو د قوماندې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د خپرې شوې ویډیو له مخې، اللهداد فدایي وايي، دوی غوښتل د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد بریدونه ترسره کړي، خو تر دې وړاندې د طالبانو ځواکونو نیولی دی.
د «هندوکش غږ» رسنۍ په وروستیو ورځو کې ځینې غږیز فایلونه هم خپاره کړي او ادعا یې کړې، چې دغه فایلونه د سمیع سادات او اللهداد فدایي ترمنځ د خبرو اترو دي.
«افغانستان متحدې جبهې» تر اوسه د اللهداد فدایي د اعترافاتو د ویډیو خپرېدو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د طالبانو له خوا خپاره شوي غږیز پیغامونه یې «جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي» بللي دي.
دې جبهې ویلي: «دغه پیغامونه د جعلکارۍ، پلمې جوړولو او د عامه ذهنیت د غولولو د لړۍ په دوام کې چمتو شوي دي. د طاغوت رژیم د دغو پیغامونو په خپرولو سره هڅه کوي، چې د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د لا ډېر ځپلو، نیولو او شکنجه کولو لپاره پلمې برابرې کړي.»
«افغانستان متحدې جبهې» د اللهداد فدایي له دې جبهې سره د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي او په خپل خپاره کړي پیغام کې یې د هغه نوم هم نه دی یاد کړی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، طالبانو د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې اللهداد فدایي په کابل کې له خپل کوره نیولی دی.
فدایي د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال د میدان وردګو، لغمان، نیمروز او بغلان ولایتونو د پولیسو قوماندان پاتې شوی و.
