د یونان چارواکي وايي، ۲۰ کډوال د دغه هېواد کرت ټاپو ته د رسېدو په هڅه کې د مدیترانې په سمندر کې مړه شوي دي. کرت ټاپو اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو پر یوه مهم مسیر بدل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د یونان ساحلي ګارډ نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) ویلي، د یوې کښتۍ دننه د اتو کسانو او د بلې کښتۍ دننه د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي. د دواړو کښتیو شاوخوا ۴۰ سپرلۍ هم ژغورل شوې دي.
د یونان ساحلي ګارډ زیاته کړې، چې د شنبې په ناوخته د یوې کښتۍ له خوا د بېړنۍ مرستې غوښتنې تر ترلاسه کولو وروسته سمندري ځواکونو د ژغورنې عملیات پیل کړل. خو د سختو بادونو له امله په سمندر کې د عملیاتو ترسره کول ستونزمن شوي وو.
چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې یوې بلې کښتۍ د پېښې له سیمې سره نږدې د تېرېدو پر مهال شاوخوا ۲۸ ژوندي پاتې شوي کسان او د یوه کس مړی ژغورلی دی. د دغو کسانو ټولو د سوډان تابعیت درلود. وروسته ژغورل شوي کسان د پولیسو یوې کښتۍ ته ولېږدول شول او د کرت ټاپو ته یووړل شول.
د چارواکو په وینا، د سوډان دوه وګړي، چې یو یې ۱۶ کلن دی، وروسته له هغې نیول شوي چې ژوندي پاتې شویو کسانو هغوی د انسانانو د قاچاق په تور پېژندلي دي.
د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه یې د دغو کسانو کښتۍ وموندله او اووه نور مړي یې هم په کې وموندل.
په یوه بله جلا پېښه کې، د یونان ساحلي ګارډ د دوشنبې په ورځ د کرت ټاپو په سوېل کې په یوه کښتۍ کې د ۱۲ کسانو مړي موندلي او ۱۸ نور یې ژغورلي دي.
د بندري چارواکو، د یونان ساحلي ګارډ او د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې د معلوماتو له مخې، تر دوشنبې پورې په ټولیزه توګه ۱۰۵ کسان ژغورل شوي دي.
کرت ټاپو د هغو کډوالو لپاره پر یوه مهم مسیر بدل شوی، چې له لیبیا څخه حرکت کوي او د سمندر له خطرناکې لارې هڅه کوي یونان او اروپايي ټولنې ته ځانونه ورسوي.
د کډوالو د دغو سفرونو ډېری هغه مهال په ناورین بدلېږي، چې کښتۍ ډوبې شي یا په سمندر کې له ستونزو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۳۷ زره کډوال یونان ته داخل شوي دي.
له دغو کډوالو څخه تر ۲۲ زرو ډېر یې د یونان تر ټولو لوی ټاپو، کرت، ته رسېدلي دي.
د کډوالو د شمېر د زیاتوالي په غبرګون کې، د یونان حکومت اعلان کړی چې د کرت ټاپو د تر ټولو لوی ښار هراکلیون ته نږدې د کډوالو لپاره د لنډمهالي استوګنځي د جوړولو پلان لري.
