د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، دا پېښه پرون (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) د «اکتروز» ډوله لارۍ او یوه موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د موټرسایکل چلوونکی او ورسره سپور کس مړه شوي او د اکتروز موټر چلوونکی نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې لامل «لوړ سرعت او بېاحتیاطي» بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په غور، لغمان او سمنګان ولایتونو کې د څلورو نورو ترافیکي پېښو راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې له امله یې ۱۶ کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي وو.
