عراقچي: اسرائیل د امریکا حکومتونه تېرباسي او بې‌پایه جګړو ته یې راکاږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، اسرائیل د امریکا حکومتونه تېرباسي او هغوی په نه‌پایېدونکو جګړو کې ښکېلوي.

عراقچي نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې بیا خپرې کړې دي، چې په کې یې ویلي وو د ایران جګړه د امریکا د خلکو په منځ کې محبوبیت نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «د امریکا ولسمشر په څرګنده مني چې د امریکایانو لوی اکثریت له اسرائیل څخه کرکه لري. په حیرانوونکې توګه، هغه د دې وضعیت پر لامل نه پوهېږي.»

عراقچي زیاته کړې: «امریکایان په ښکاره ډول له دې ستړي شوي چې اسرائیل د امریکا حکومتونه تېرباسي او هغوی بې‌پایه جګړو ته راکاږي. هغوی نور د دې وضعیت زغم نه لري او زموږ سیمه هم له دې حالته ستړې شوې ده.»

ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې له CBS ټلوېزیون سره له ایران سره جګړه اړینه بللې او د خپل حکومت له کړنو یې دفاع کړې ده.

نوموړي د دې جګړې سیاسي پایلې، په ځانګړې توګه د امریکا د منځمهاله ټاکنو پر مهال د جمهوري غوښتونکو ماتې، منلې او ویلي یې دي چې د ایران جګړې او د سون‌توکو د بیو لوړېدو پر دغو پایلو اغېز کړی دی.

خو ډونالډ ټرمپ دغه جګړه د اسرائیل د بقا او ساتنې لپاره اړینه بللې او ویلي یې دي چې که دی نه وای، اسرائیل به نور شتون نه درلود.

ټرمپ ادعا کړې: «موږ د هغوی اټومي زېرمتون له منځه وړی دی. که ما دا کار نه وای کړی، اوس به نور اسرائیل نه وای. اسرائیل به له منځه تللی و.»

تر دې وړاندې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي وو، چې ده څو ځله د امریکا پخوانیو حکومتونو ته هم سپارښتنه کړې وه چې پر ایران باید برید وکړي؛ خو د امریکا پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن دا کار ته چمتووالی نه درلود.

اوباما په وروستیو اوونیو کې د ډیموکراټانو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ټینګار کړی و، چې ده هم د ډیپلوماسۍ او د ایران د اټومي هوکړې (برجام) له لارې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه نیولې وه، څو د امریکا او د هغې د متحدانو امنیت او ګټې خوندي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته