طالبانو کندهار کې د یوې راډیو۳ کارکوونکي نیولي

اطلاعات روز: کندهار کي د طالبانو استخباراتو ریاست پر یوې محلي راډیو (ملت غږ) چاپه وهلې او ددې راډیو درې کارکونکي یې بیولي دي.

د ملت غږ راډیو مسوول بسم الله وطن دوست اطلاعات روز ته وویل د استخباراتو کارکوونکو ددوئ د راډیو خپرونې هم بندې کړي دي.

تېره ورځ کندهار کې د طالبانو استخباراتو ادارې د رسنیو لس کارکوونکي غوښتي وو او ورته ویلي وو، چي په رسنیو کي پر سندرو مطلق بندیز دی او په دوه ساعتونو کي باید سندري بندې کړي، که نه د سخت چلند سره به مخ شي او هغه راډیو چي جواز نلري او یا یې د جواز وخت ختم وي باید بندې شي.

دا ګام د سندرو د بندېدو په موخه پر محلي رسنیو تر‌سره شوی د پاتې  رسنیو مسوولینو ته هم اخطار ورکول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ طالبانو د داخلي شبکو له لارې په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو خپرونې بندې کړې.