کونړ او نورستان ولایتونو کې اور لګیدنې لسګونه هکتاره ځنګلونه سوځولي

اطلاعات روز: د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وایي، چې د کونړ په پېج درې او د نورستان په کامدېش ولسوالیو په ځنګلونو کې د اور لګیدنې له امله څه باندې ١٨٠ هکتاره ځنګلونه سوځېدلی دی.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند شفیع الله وایي، چې لګیدلی اور لاهم دوام لري او دوی هڅه کوي چې د شته امکاناتو څخه په ګټې اور په بشپړ ډول مهار کړي.

بل لور ته کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین بیا وایي، د دغه ولایت د پېج درې ولسوالۍ په «کوړنګل او سوندرۍ» درو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مړی شوی او درېیمې ورځې ته غځېدلی دی.

د پېج درې لپاره د طالبانو ولسوال حضرت ګلاب وایي، د دغې ولسوالۍ په کوړنګل او سوندرۍ درو کې بل شوی اور نن (دوشنبه، ۵ د چنګاښ) هم جریان لري، خو په خبره یې اوس مهال تر پخوا کنټرول شوی او د شدت مخه یې نیول شوې ده.

نوموړي وویل، د دغې اورلګېدنې له امله شاوخوا ۸۰ جریبه ځنګل او د څارویو څړ ځایونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

حضرت ګلاب زیاتوي، د سیمې لسګونه کسان د اور د مهار لپاره له دولتي مسوولینو سره په ګډه په سیمه کې دي او هڅه کوي، چې یاد اور په چټکۍ سره مړ کړي.

اخوا د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اور لګېدنې په تړاو بیا د نورستان لپاره د طالبانو مسوولینو ناخبري ښودلې.

د دغې اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو باور دادی، چې ډېری مهال د شپنو له لوري د پخلي په موخه د اور بلولو او د تودوخې د لوړې درجې له امله دا ډول اور لګېدنې را منځته کېږي.

تېر کال هم په کونړ او نورستان ولایتونو کې په ځنګله کې اور لګېدنه را مځنته شوې وه، چې سلګونه جریبه ځنګل یې سوځولی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه