د کونړ سیند درې سیلانیان لاهو کړي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې درې سیلانیان د سیند اوبو مړه او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د کونړ د پېج درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حضرت ګلاب وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۹ د چنګاښ) له ماسپښین وروسته شاوخوا درې بجې له کابل څخه راغلي درې ځوان سیلانیان د پېج درې ولسوالۍ په «کنډه ګل» سیمه کې د سیند اوبو وړي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د دغو سیلانیانو له ډلې یې یو کس سیند کې د لمبا پرمهال اوبو ډوب او له ځان سره وړی، چې دوو نورو ملګرو یې د ژغورنې په موخه ځانونه اوبو ته اچولي، چې هغوی یې هم وړي دي.

د حضرت ګلاب په خبره، ډوب شویو درې واړو کسانو پسې د هغوی دوو نورو ملګرو ځانونه اچولي، چې وروسته د ځایي خلکو له لوري په ژوبل حالت کې ژغورل شوي دي.

هغه وایي، ځایي خلکو د سیلانیانو جسدونه له سیند ویستلي او د کونړ روغتیایي مسوولینو ته یې سپارلي دي.

د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه، چې مړه شوي سیلانیان د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د اختر په ورځو کې کونړ ولایت ته په چکر راغلي وو، چې په پېج درې ولسوالۍ کې د لمبا پرمهال د سیند اوبو له ځان سره وړي او مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هلمند کې هم د اختر په لومړۍ او دوهمه ورځ دوه ځوانان اوبو ډوب او مړي کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته