اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) د افغانستان له خلکو د ستراتېژيک ملاتړ چوکاټ خپور کړی دی.
يوناما نن (دوشنبه، ۱۲ د چنګاښ) اعلان وکړ چې په دې ستراتېژيک چوکاټ کې تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ په برخه کې د دې بنسټ لومړيتوبونه مشخص شوي دي.
دې بنسټ زياته کړه چې دا چوکاټ همدا راز «په افغانستان کې بنسټيزو انساني اړتياوو، اړتياوو ته د لومړيتوب ورکولو او د اړمنو کسانو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، داخلي بې ځايه شويو، بيرته راستنېدونکو، پناه غوښتونکو او قومي او مذهبي لږکيو حقونو ته د رسيدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو تګلاره بيانوي».
يوناما ويلي، چې د افغانستان وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې له کوم زياتېدونکي محدوديت سره مخ دي، دا ستراتېژيک چوکاټ يې په ځواب کې د اصولي مرستو پر وړاندې کولو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما رييسې رزا اوتنبايوا ويلي: «زموږ ستراتېژيک چوکاټ د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره يو قوي وړانديز دی چې د هغوی لومړنۍ انساني اړتياوې رفع کړي او روانې ژغورونکې بشرپالې مرستې بشپړې کړي.»
يوناما ويلي، چې دا ستراتېژيک چوکاټ د ملګرو ملتونو له غړو هيوادونو، شريکانو او ذيدخلو اړخونو سره په مشوره تيار شوی او درې مشترک لومړيتوبونه پکې په نښه شوي دي.
له دې لومړيتوبونو څخه يو يې هم په مهمو برخو لکه روغتيا، تغذيه، ښوونه او روزنه، استخدام، اوبو، حفظ الصحه او ټولنيز خونديتوب کې د پايدارو خدماتو وړاندې کول ښودل شوي دي؛ ويل شوي چې دا خدمات به ټولو وګړو ته د لاسرسي وړ، وړيا او له هر ډول تبعيض پرته وړاندې کېږي.
د ملګرو ملتونو دفتر د ستراتېژيک چوکاټ دويم لومړيتوب «اقتصادي فرصتونه او د ژوند ښه کول» ياد کړي او ويلي يې دي چې له همدې لارې به محرومو ډلو په ځانګړې توګه ښځو ته مناسب کاري فرصتونه برابرېږي.
ټولنيز انسجام، ګډون، جنسيتي برابري، بشري حقونه او د قانون حاکميت (په افغانستان کې د پايدار پرمختګ او سولې د لومړنيو اړتياوو په توګه)، د مدني ټولنې د ګډون پياوړي کول او د بشري حقونو له نړيوالو اسنادو سره د افغانستان د تنظيمي او قانوني چارچوبونو همغږي کول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ستراتېژيک چارچوب درېيم لومړيتوب ګڼل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال او د دې بنسټ د بشري مرستو همغږي کوونکي دانيل اندرس ويلي، چې «ملګري ملتونه او شريکان يې فکر کوي چې په منځمهال او اوږدمهال کې د افغانستان د خلکو د زیاتېدونکي او ستر انساني کړاو د دوامدارې رسيدګۍ لپاره به بشري مرستې کافي نه وي».
ده زياته کړې، چې د دې ستراتېژيک چوکاټ بشپړ عملي کېدل د طالبانو په اقداماتو او د تمويلوونکو په ملاتړ پورې تړاو لري.
يوناما ويلي، چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر ښځو د طالبانو بنديزونه د ښځو او نجونو فزيکي فعاليت او په اقتصادي، ټولنيز او عمومي ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي.
طالبانو په افغانستان کې تر دويم ځل واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر خلاف سخت بنديزونه لګولي او په دې لړ کې يې د ملګرو ملتونو او نورو ټولو نړيوالو او کورنيو بنسټونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو بيا – بيا ټينګار کړی چې دا بنديزونه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر وړاندې کولو اغېز کوي او د دې بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې ده.
خو طالبان د ښځو پر کار بنديز «داخلي ارزښتونه» ګڼي او تر اوسه يې د دې بنديز له لېرې کولو ډډه کړې.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او له هغو سره د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال تر پايه د ۲.۲۶ ميليارده ډالرو بودیجې ته اړتيا ده.
