اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو چارواکي وایي، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې دغلته د سیند په اوبو او د ترافیکي پېښو له امله ١٥ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
کونړ کې د باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي لیکلي، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په پېج درې، خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د سیند په اوبو کې شپږ کسان مړه شوي، چې له ډلې یې درې له کابل څخه راغلي سیلانیان وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو کسانو جسدونه پر وخت موندل شوي او خپلو کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
دغه راز باختر زیاتوي، چې د لوی اختر په ورځو کې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله نهه کسان ټپیان شوي دي.
طالب مسوولینو د ترافیکي پېښو را منځته کېدو لامل د موټر چلوونکو له لوري ګړندی مزل او بې احتیاطي ښودلې ده.
پر کونړ سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ترافیکي پېښو له امله یو شمیر کسان مړه او سلګونه نور ژوبل شوي دي.