انځور: استول شوی

کونړ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ د سیند اوبو وړې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي، چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سیند اوبو یوه کوچنۍ نجلۍ وړې او مړی یې نادرکه دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالبصیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د حسیبې په نوم یوه کوچنۍ ماشومه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د چنګاښ) شاوخوا ۰۳:۰۰ بجې د شیګل ولسوالۍ د «شینکوړک» له سیمې د سیند اوبو له ځان سره وړې ده.

نوموړی وایي، ماشومې شاوخوا شپږ کاله عمر درلود او له جلال اباد ښاره له خپلې کورنۍ سره د کونړ شیګل ولسوالۍ ته په چکر راغلې وه، چې د سیند اوبو وړې او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

په سیند کې د ډوبېدو له امله د دغې کوچنۍ ماشومې په تړاو کونړ کې د طالبانو چارواکو څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځو کې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د سیند اوبو شپږ کسان مړه کړي وو، چې له ډلې یې درې تنه له کابل ولایت څخه راغلي سیلانیان وو.