د کونړ خلک د زړو او له کاره لوېدلو افغاني بانکنوټونو له زیاتوالي سر ټکوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک د دغه ولایت په بازارونو کې د زړو او له کاره لوېدلو افغاني بانکنوټونو له ډېروالي شکایت کوي.

د دغه ولایت خلک زړو او له کاره لوېدلو افغانیو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او زیاتوي، چې ډېر کله د توکو د رانیولو پرمهال هټۍ وال له پېرېدونکو او پېرېدونکي له هټۍ والو سره پر جنجالونو اوړي.

د کونړ خلک په داسې حال کې د زړو او مندرسو افغانیو له ډېروالي شکایت کوي، چې تېره میاشت د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د هېواد په ټولو ولایتونو کې د شاوخوا درې میلیارده لسګون او شلګون افغاني بانکنوټونو د وېشلو لړۍ پېل کړه.

کونړ مېشتي وايي، د افغانستان بانک له لوري د زړو افغاني بانکنوټونو د راټولولو لړۍ سره-سره لا هم په بازارونو کې زړې او مندرسې افغانۍ شتون لري، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس په ګرېوان کړي.

په اسعد اباد ښار کې یو تن هټۍ وال سید محمد د افغانستان بانک له مسوولینو غواړي، چې زاړه افغاني بانکنوټونه راټول او ټولو هېوادوالو ته دې په متوازن شکل ووېشي.

نوموړی وايي: « باید زړې ټولې شي، داسې نه چې په ګلفروشانو خرڅې شي، بازار کې داسې نوټونه مونږ ته راکوي، چې هغه د چلښت وړ نه وي، یو ساعت وشو چې دې نوټ نه زه چاپېر یم او جوړوم یې، که یې نه اخلو مشتري خفه کېږي وايي، مونږ ته همدا راکوي، راته وايي خالي نمبر یې وګوره، داسې نوټونه مونږ ته راکوي، چې سل واخلو په شپېته یې هلته خرڅوو، څلوېښت پکې تاوان کوو، مونږ ته دا زړې پیسې ډېر خنډ دی.»

کونړ کې صرافان هم نیوکه کوي، چې د بانک مسوولین ترې په هغه کچه زړې او مندرسې افغانۍ نه اخلي کوم چې دوی یې بدلون ته جدي اړتیا لري.

د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د شاهدالله په نوم یو کس چې له اوږدو کلونو راهیسې د صرافۍ پر کار روزګار بوخت دی وايي، نوي افغاني بانکنوټونه د ټولو صرافانو او هټۍ والو پرځای هغو کسانو ته رسېدلي، چې د «زر او زور» خاوندان وي او بیا پر همدې پیسو ناروا ګټه کوي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « مونږ سره دلته زړې افغانۍ دي، بانک له یې چې یوسو مثال لس زره افغانۍ، دیرش زره افغانۍ درته وايي، لس زره اخلو نورې به درته اکونټ کې واچوو؛ نو دلته خو مونږ سره همدا دیرش ـ څلوېښت زره افغانۍ وي مونږ پرې کار کوو او دلته چې افغانۍ را رسېدلي لا مونږ ته نه دي را رسېدلي، خلک یې دلته راوړي کاروبار پرې کوي، په سود یې خرڅوي، مثال زر افغانۍ واخلي په ۱۳ سوه افغانۍ یې خرڅوي په ۱۲ سوه افغانۍ یې خرڅوي، مونږ ته نه دي را رسېدلي.»

د کونړ خلک د زړو او مندرسو افغانیو زیاتوالي اندېښمن کړي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو مسوولین دې دغه لړۍ ته تر هغه دوام ورکړي، چې په وینا یې د هېواد په ټولو برخو کې زړې افغانۍ را ټولې شوې نه وي.

د اسعد اباد اوسېدونکي حیات الرحمن او رفیق الله وايي، د زړو افغانیو د راټولولو او نویو هغو د وېشلو لپاره دې ګډ کمیسیون جوړ شي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

بل لور ته د افغانستان بانک مسوولین وايي، د زړو او له کاره لوېدلو افغاني بانکنوټونو د راټولولو لړۍ لا هم دوام لري او خلک دې له هر ډول فیس او کمېشن پرته خپلې زړې افغانۍ په نویو افغانیو بدلې کړي.

د دې بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « دا پروسه تر اوسه دوام لري، هغه درانه هېوادوال چې د افغانیو لسګون او شلګون مندرس بانک نوټونه لري دوی کولی شي، چې د افغانستان بانک نماینده ګیو ته او د هېواد په ټولو برخو کې د سوداګریزو بانکونو نماینده ګیو ته په مراجعې سره هلته ورشي او خپل مندرس بانکنوټونه په نویو بانکنوټونو له کوم فیس او کمېشن پرته بدل کړي.»

د کونړ خلک نه یوازې دا چې د زړو او له کاره لوېدلو لسګون او شلګون بانکنوټونو د راټولولو لړۍ دوام غواړي، بلکې له طالب مسوولینو غوښتنه کوي، چې د پنځوسي، سلګون، پنځه سوه ګون او زرګون بانکنوټونو زاړه او له کاره لوېدلي راټول او نوي یې پر خلکو وویشي.