اطلاعات روز: کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سیند کې د اوبو د ډېرېدو له امله د ناړۍ ولسوالۍ عمومي لاره له مرکز اسعد آباد ښار سره تړل شوې ده.
د سیمې یوه اوسېدونکي فرهاد نن (دوشنبه، ٢ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه لاره د ناړۍ ولسوالۍ په «خرولو» سیمه کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوې ده.
نوموړي وویل، چې د دغې لارې د تړل کېدو له امله ځایي خلک او موټر چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د دې ولسوالۍ ځایي طالب چارواکو کوم اقدام نه دی کړی.
هغه زیاتوي، د دغې لارې د جوړېدو په تړاو ورسره بې شمېره ژمنې شوي، خو په خبره یې مسوولینو تر اوسه د یادې ستونزې د حل لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
نوموړی وایي، په خرولو سیمه کې د لارې له بندېدو سره د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې هم د کونړ له مرکز اسعد آباد سره تړل شوي دي.
هڅه مو وکړه، چې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند اوبو د ډېروالي له امله د لارې د تړل کېدو په تړاو د دغې ولسوالۍ لپاره د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم د هغوی په نظر اخېستو بریالي نشوو.
کونړ د هېواد یو له غره ییزو ولایتونو دی، چې ډېر کله پکې د سیند اوبو د ډېروالي او سیلابونو راوتلو له امله لارې د ترافیکو پرمخ تړل کېږي، چې خلک بیا له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.