اطلاعات روز: په بلخ کې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د طالبانو د محکمې د پرېکړې پر بنسټ د شیعه ګانو د یوې دیني مدرسې پر ویجاړولو لاس پورې کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د «جعفريه» په نوم دغه ديني مدرسه ۲۰ کاله وړاندې د مزارشريف ښار په اتمه ناحيه کې جوړه شوې ده. د دې مدرسې تر څنګ یو نیم کاره جومات هم دی.
دغه سرچينې وايي، چې تازه د پښتون قوم یوه سړي د دغه مدرسې د ځمکې د ملکيت دعوه کړې، په داسې حال کې چې په دې وروستيو کلونو کې چا دا ډول ادعا نه وه کړې.
یوې ولسي سرچینې وویل، چې د طالبانو محکمې هم د دې دعوې پرېکړه د پښتون سړي په ګټه کړې.
دغه سړي د دوشنبې په ورځ (۱۳ شنبه) د «جعفري» مدرسې د ودانۍ په نړولو لاس پورې کړی. په رسنیو کې په خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې ځايي اوسېدونکي د مدرسې د ویجاړېدو مخه نیسي.
د سیمې د یو اوسیدونکی او د دعوه کوونکي د مدافع وکیل ترمنځ د لفظي شخړې په ترڅ کې مدافع وکیل وایي، چې دا مدرسه د دې لپار چې هزاره ګانو پورې اړوند ده نه ویجاوړي. هغه د پښتون سړي د مدافع وکیل څخه پوښتنه کوي: «چې د هزاره توب لپاره نه ده، نو د څه لپاره ده؟»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې دا مهال د «جعفري» مدرسې یوازې دېوالونه نړېدلي، خو ځايي اوسېدونکي يې د بشپړې ويجاړۍ د مخنيوي هڅې کوي.
د دغه ځاى د ځایي اوسېدونکو د معلوماتو پر اساس، اوسمهال په دې مدرسه کې تر ٣٠ ډېر زده کوونکي په ديني زده کړو بوخت دي.
په بلخ کې ځايي طالب چارواکي د دغې مدرسې د ورانولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا د ځمکې، دیت او د غرامت د ورکړې له لسګونو حقوقي دعوو څخه یوه ده، چې له یوې خوا هزاره ګان او بل لوري ته پښتانه یا کوچیان دي. د راپورنو له مخې ډیری دا قضیې هزراه ګانو بایللي دي. په داسې حال کې چې طالبان د دغه شخړو په هواري کې د یوه اړخ په پلوي تورن شوي دي.