لغمان کې یو پلار او زوی د برېښنا نیونې له امله مړه شول

اطلاعات روز: لغمان کې ځايي خلک وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي برېښنا نیولي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د لغمان یو اوسېدونکی ګلاب وایي، دغه کسان تېره شپه (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) د مهترلام ښار په «سلطان غازي بابا» ښارګوټي کې د برېښنا نیونې له امله مړه شوي دي.

ګلاب زیاتوي، یاده پېښه هغه مهال را منځته شوې، چې د رفیع الله په نوم د یو ځوان پلار برېښنا نیولی و او هغه یې د پلار د ژغورنې هڅه کوله، چې خپله هم برېښنا نیولی او له پلار سره یې یو ځای خپل ژوند بایللی دی.

هغه د برېښنا نیونې د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورنه کړل، خو زیاتوي چې رفیع الله د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ډوډۍ پخونې هټۍ درلوده.

تر اوسه لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

افغانستان کې وخت ناوخت د برېښنا له امله ګڼ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې لوی لامل یې د برېښنا نا منظم سېستم او د خلکو بې احتیاطي بلل کېږي.