اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته یې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه کلک بندبز لګولی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې نن (شنبه، د تلې ۱) د دې ولایت په ټولو بازارونو کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده شوې او زیاتوي چې خلک کولای شي بهرني اسعار یوازې په صرافیو کې تبادله کړي.
هلمندي د ټولو هلمندیانو غوښتنه کوي چې له دې وروسته دې راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړي.
نوموړي همدا راز وویل، که څوک د دوی لخوا د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه ونیول شو، نو محکمې ته به یې ور وپیژني.
د هلمند اوسيدونکي که څه هم د طالبانو له دغې پريکړې هرکلی کوي، خو زياتوي چې دغلته د افغانیو بانک نوټونه کم او د توکو قیمتونه لوړ شوي دي.
خلک غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
طالبانو په دې وروستیو کې په ټولو سویلي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د پاکستانۍ کالدارو په راکړه ورکړه کلک بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي چې خپلو افغانیو ته ارزښت ورکړي.