Photo: via Tasnim

اميرعبداللهيان: د افغانستان کړکیچ د سيمې يو له ژورو کړکیچونو څخه دی

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين اميرعبداللهيان وايي، چې د افغانستان کړکیچ په سيمه کې يو له ژورو کړکیچونو څخه دی.

د تسنيم خبري اژانس په وينا، د ايران د بهرنيو چارو وزير پرون (شنبه، ۱ د تلې) په نيويارک ښار کې د «اسيايي ټولنې» په نوم يوه غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې کړکېچ د سيمې لپاره زياتې اغیزې او پايلې درلودلې دي.

نوموړي د تروريزم پراختيا او د کډوالو کړکېچ په افغانستان کې د کړکېچ یو له پايلو ګڼلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په ايران کې د څو ميليونه افغان کډوالو شتون د دې هيواد او ګاوڼديو هيوادونو لپاره په افغانستان کې د نه ټیکاو يوازینۍ پايله ده.

ښاغلي اميرعبداللهيان د خپلو خبرو پر مهال «د تروريزم دوام او په سيمه کې د پراختيا خطر» د نړۍ او سيمې لپاره يوه بله اندېښنه او ګواښ ګڼلی او زياته کړې يې ده چې زياته برخه يې «په سيمه کې له سياستونو او بهرنيو مداخلو» سره اړيکه لري.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ايراني چارواکو بيا-بيا په هيواد کې د بې ثباتۍ د پراختيا په اړه اندېښنه ښودلې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير بيا-بيا ټينګار کړی چې هيواد يې په افغانستان کې د سياسي کړکېچ حل د ټولو قومونو او مليتونو د استازو په ګډون د ټولګډونه حکومت جوړېدل ګڼي.