پکتيکا کې د قومي پرېکړې له مخې د پیغلې نجلۍ ولور درې سوه زره افغانۍ وټاکل شو

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د ناوړه دودونو او لوړ ولور د مخنيوي په موخه قومي تړون شوی، چې له مخې يې د پېغلې نجلۍ ولور ۳۰۰زره افغانۍ ټاکل شوی، کوم چې له دې وړاندې ان تر یو میلیون افغانيو هم اخيستل کېده.

قومي مشرانو دا پرېکړه تېره ورځ (شنبه، ۸ د تلې) کړې او په شوې پریکړه کې ويل شوي چې د کونډې ښځې ولور به دوه سوه زره افغانۍ وي او د ښادۍ او غم په مراسمو کې به د شوي پرېکړه ليک سره سم مصارف ترسره کيږي.

قومي مخورو ويلي، چې دا اقدام د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي، امنيې قومندانۍ او ځايي مشرانو په همغږۍ ترسره شوی دی.

دوی زياته کړې چې په دغه پرېکړه کې په بدو کې د نجونو ورکړه منع اعلان شوې او که چا سرغړونه وکړه نو له ټاکل شوې ناغې سره به مخ کيږي.

ځايي خلکو هم له دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي، د لوړ ولور او نورو بېځايه مصارفو له امله ځوانان بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي تګ او اوږدو مسافريو مجبوره کړي دي.

د مرکز ښرنې يو اوسېدونکي حاجي نور وويل، چې د ناوړه دودونو له امله په ډيره سيمو کې کورنی تاوتريخوالی هم رامنځته کيږي.

نوموړی د دغې پرېکړې په عملي کېدو ټينګار کوي او زياتوي که دغه پرېکړه تعقيب نه شي ښايي د لنډ وخت لپاره دوام وکړي.

له دې وړاندې په پکتيا او د خوست ولايت په ځينو سيمو کې هم ورته تړونونه شوي، چې ځينو کې عملي شوي خو ځينې نورو کې بيا لاهم پخواني ناوړه دودونه پر ځای پاتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته